شاته

 د جنوبي افریقه کرکټ لوبډله 14 کاله پس د پاکستان سفر کوي

د ترهګرۍ له عمله په پاکستان کې د نړیوال کرکټ په ټپه ولاړې لوبې په کلاره کلاره بیا شورو کېږي. د جنوبي افریقه کرکټ لوبډله 14 کاله پس د پاکستان سفر کوي.

په "کرکټ پاکستان" ویب پاڼه زبېر نظیر خان نومې لیکوال په پاکستان کې د امنیت وضعې ته په اشاره کې لیکلي دي:

“په دې دوره کې د جنوبي افریقه لوبډلې ته د هیواد د سرکاري میلمنو اعزاز وربخښل شوی دی”

په پاکستان کې د کرکټ د لوبې د شوق لرونکو لپاره د جنوبي افریقه د لوبډلې دغه هیواد ته سفر د کرکټ پوهان یو ښه پرمختګ بولي. د کرکټ د لوبو ماهر خبریال فیضان لاکهاني وي او ای ډیوه ته وویل:

“وس هیڅ علت نه دی پاتې چې په پاکستان کې د کرکټ سیالۍ اونه شي”

د هغه په خیال دا وخت په پاکستان کې د کرکټ لپاره د نړیوال معیار ماحول دی.

که څه هم فیضان ګڼي په ټول پاکستان کې د نړیوال کرکټ لپاره ماحول سم دی خو د تېرو دریو کالو راهسې دا لوبې یواځې په کراچۍ ښار کې کیدلې.

په پېښور ارباب نیاز کرکټ میدان کې اخرنۍ ټېسټ لوبه په کال 2003 کې د بنګله دېش او پاکستان کرکټ لوبډلو تر منځه شوې وه.

د جنوبي افریقه کرکټ لوبډلې د پاکستان د سفر په حقله حکومتي چارواکي وايي دويي پاکستان ته د نړیوال کرکټ په بحالۍ کې ډېرې خوارۍ وکړلې.

د پېښور زلمي نومې کرکټ فرنچایز مشر جاوید افریدی البته وايي هیواد ته د نړیوالو لوبغاړو په بوتللو کې شخصي فرنچایزونو هم مهم رول لوبولی دی، هغه وي او ای ډیوه ته وویل:

“په دې کې چې کوم کي ستېک هولډرز دي هغه ډېر ایمپورټنټ دي چا چې په دې کې مهم کردار ادا کړی”

هغه وايي په دغو مهمو ادارو یا شخصیتونو کې د پېښور زلمي کردار هیرول نه دي پکار:

“انټرنېشنل پلیرز راتګ چې ؤ هغه صرف د پېښور زلمي په فاینل لوبه کې راغلي وو”

2009 د سري لنکا کرکټ په لوبډله برید

په کال 2009 کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سري لنکا کرکټ په لوبډله د لشکرِ جهنګوي وسله والې ډلې د کمانډو طرز برید نه ورستو پاکستان ته نړیوالو لوبډلو تګ بند کړی ؤ.

پاکستان د سريلنکا لوبډلې ته د صدارتي شان مطابق حفاظتي انتظام نیولی ؤ. په مارچ 2009 په دریم مارچ پرې په قذافي سټیډیم کې 12 وسله والو حمله وکړله.

په دغه حمله کې د سريلنکا شپږ لوبغاړي ژوبل شوي وو. شپږ پاکستاني پولیس عسکر او دوه عام وګړي پکې وژل شوي وو.

2015 زمبابوی لوبډلې د پاکستان سفر

ددغې حملې شپږ کاله پس په مۍ 2015 کې د زمبابوی لوبډلې د پاکستان سفر کړی ؤ، د نړیوال کرکټ سازمان ايي سي سي د ویب پاڼې ترمخه:

“دا په شپږو کالو کې د پاکستان د کرکټ لومړۍ غټه ورځ وه”

افغانستان او کینیا لوبډلو په 2013 او 2014 کې د پاکستان سفر کړی ؤ خو ايي سي سي وايي:

“دا نړیوال کرکټ نه ؤ”

2017 سوپر لیګ فاینل

په 2017 کې د پاکستان سوپر لیګ فاینل لوبه د لاهور په قذافي میدان کې د پېښور زلمي او کوټه ګلیډیئټرز تر منځه شوې وه.

د پاکستان سوپر لیګ په فاینل لوبه کې د ویسټ اڼډیر تکړه لوبغاړی ډېره سیمي د پېښور زلمي کپتان ؤ، په دې لوبډله کې نورو نړیوالو لوبغاړو کریس جارډن، ډبويډ میلان هم وو. دا لوبه په لاهور کې شوې وه.

په 2017 کې ورلډ الیون

په کال 2017 کې د نړۍ د پخوانیو او ځیني وسنیو لوبغاړو یوه ډله ورلډ الیون جوړ شو او پاکستان ورولېږل شو، درې لوبې وشوې چې ايي سي سي نړیوالې سیالۍ اومنلې. د ورلډ الیون مشري ډوپلیسي کړې وه.

ايي سي سي وايي دويي هڅه کوله چې پاکستان ته نړیوال کرکټ ستون شي:

“ڼړیوال کرکټ شورا په دې کې مهم کردار ادا کړو”

2017 سري لنکا

په اکتوبر 2017 کې د سري لنکا لوبډله بیا پاکستان ته لوبې له ورغلې وه.

په 2018 کې د پاکستان سوپر لیګ فاینل په کراچۍ کې شوی ؤ.

هم دغه کال د ویسټ انډبر لوبډله پاکستان ته ورغله.

2002: په نیوزي لینډ کرکټ لوبډله ځانمرګي

په سري لنکا کرکټ لوبډله د ترهکرو په لاهور کې برید لومړنی نه ؤ.

ددې وړاندې په مۍ 2002 کې د پاکستان په سفر د نیوزي لینډ کرکټ په لوبډله په کراچۍ کې ځانمرګي برید شوی ؤ. نیوزي لینډ دغه سفر نبمګړی پرېښودی ؤ او د کال 2003 په پای کې دغه سیریز بیرته پوره کړی ؤ.

ددغې پېښې ورستو هم دغه کال2002 کې د استریلیا لوبډلې د پاکستان د سفر نه انکار کړی ؤ.

ددغې ورستو په 2007 کې هند هم پاکستان ته د خپلې لوبډلې لېږلو څخه انکار کړی ؤ دغه کال پاکستان په بدل کې د سريلنکا لوبډلې ته بلنه ورکړې وه.

2021 جنوبي افریقه

د کال 2021 په سر کې د جنوبي افریقه د پاکستان د کرکټ بیا بحالې ته د تر ټولو مهم پړاؤ په توګه کتل کېږي.

د پاکستان او جنوبي افریقه کرکټ ادارو ویلي دي د دواړو هیوادونو تر منځه به د ټېسټ لوبو سیریز د جنورۍ د میاشتې د 26 مې نیټې نه په نېشنل سټیډیم کراچۍ کې شورو شي.

دویم ټېسټ د فبرورۍ د څلورمې نه په راولپنډۍ کرکټ میدان کې کېږي.

جنوبي افریقه به د پاکستان خلاف درې ټي 20 لوبې هم کوي، دا درې واړه مقابلې به په 11، 13 او 14 فبرورۍ د لاهور په قذافي کرکټ میدان کې کېږي.

پاکستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې یو دی چې د کرکټ نړیوال کپ یې ګټلی او د ايي سي تر مخه په دغه هیواد کې د کرکټ سره د انتها تر حده خلق مینه لري. د هیواد وسنی وزیراعظم د هبواد د لوبې تکړه ال روانډر ؤ او په 1992 کې د نړیوال کپ ګټونکې لوبډلې کپتان ؤ.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-