شاته

پاکستان وایي ملائشیاء یې له خبرې اوریدو پرته الوتکه په پېسو کې ودرولې ده

دملایشیاء لخوا په پیسو کې دپاکستان دالوتکې ودرؤلو وروسته دپاکستان دهوا بازۍ مرکزي وزیر غلام سرور ویلي ملایشیاء زمونږ له خبرې اوریدو پرته پرېکړه کړې اؤ الوتکه یې ودرولې ده.

دخالي په ورځ پینډۍ کې خبریالانو ته د هوا بازۍ وزیر ویلي دپاکستان ملي هوایي شرکت پي ایي ای په کال ۲۰۱۵م کې دوه الوتکې دملایشیاء نه په اجاره یا لیز اخستې وې چې سږکال دجون په میاشت کې د اجارې دا موده سرته رسېدلې ده.

هغه ویلي د کرونا وباء له امله پاکستان په وخت ددې الوتکو دګاڼې پیسې ملایشیاء ته ورنکړل شوې اؤ ملایشیاء پرته زمونږ له خبرې اوریدو دپي ایي ای الوتکه پخپله خاوره ایساره کړه.

د پي ایي ای دا 777 بویینګ الوتکه د پنجشنبې- زیارت او جمعې په منځنۍ شپه د خپل معمول د پرواز له مخې دملایشیاء پایتخت کوالالمپور ته مسافر وړي وو او ټاکل شوې وه چې له هغه ځایه هم بیرته مسافر پاکستان ته راوړي خو دملایشیاء چارواکو دغه الوتکه دپیسو په شخړه دځان سره ودرولې ده.

ددې پېښې دخبر مخې ته له راتلو وروسته پي ایي ای پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي وؤ چې په دې الوتکه کې مسافر هم ناستي وو، خو وايي ځایي چارواکو دالوتکې عملې ته وویل چې د عدالتي امر په بنیاد د پاکستان الوتکه پخپله قبضه کې اخلي.

دپاکستان د هوا بازۍ وزیر وایي دملایشیاء لخوا دپاکستان الوتکه په داسې حال کې ایساره کړل شوې ده چې دملایشیاء دپیسو قضیه د برتانیې په عدالت کې ده خو دملائشیا عدالت سمدستي پرېکړه کړې اؤ زمونږ الوتکه یې ودرولې ده.

هغه ویلي دي په ۲۲مه نېټه به برتانیه اؤ په ۲۴مه به کوالالمپور کې عدالتونو ته زمونږ وکیلان وړاندې کیږي اؤ ددې الوتکې په قضیه به دپاکستان دریځ وړاندې کوي.

دپاکستان دملي هوایي شرکټ ویاند عبدالله حفیظ خان رسنیو ته ویلي دا د پي ایي ای او پېریګرین کمپنۍ تر منځ د پیسو د ادا کېدو پر سر شخړه وه چې په اړه یې شپږ میاشتې مخکې د برتانیې په عدالت کې مقدمه درج شوې وه. پي ايي ای وولس کاله مخکې له دې کمپنۍ الوتکه په لیز (اجاره) اخیستې وه، چې وروسته یې د دواړو تر منځ د پیسو د ورکړې پر سر شخړه راغلې وه.

د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د پېریګرین او پي ای اې تر منځ د 14 میلینه ډالرو شخړه روانه ده.