شاته

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه د ښه کیفیت لومړی مقام ګټلی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفرانو په ښه کیفیت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یعنې لومړی مقام ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي په دې اړه نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومی۲۷) امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان په استازیتوب یو خصوصي شرکت دغه جایزه ترلاسه کړې ده. افغانستان ته دغه مقام ګټل به د زعفرانو د کښت، پروسس او د صادراتو د ډېښت او د کیفیت لوړوالي سبب شي."

دا دریم ځل دی چې د افغانستان زعفران د اروپايي ټولنې له خوا په نړۍ کې د تر ټولو لوړ کیفیته زعفرانو جایزه ګټي.
دا دریم ځل دی چې د افغانستان زعفران د اروپايي ټولنې له خوا په نړۍ کې د تر ټولو لوړ کیفیته زعفرانو جایزه ګټي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې دغې سیالۍ کې ګټونکی هېواد د زعفرانو د رنګ، خوند او کیفیت پر بنسټ ټاکل کیږي.

دا دریم ځل دی چې د افغانستان زعفران د اروپايي ټولنې له خوا په نړۍ کې د تر ټولو لوړ کیفیته زعفرانو جایزه ګټي.

له دې برسېره دا اوم کال دی چې د اروپایي ټولنې په شمول نور نړیوال بنسټونه د افغانستان زعفرانو ته د کیفیت په برخې کې لومړی مقام ورکوي.

  • افغانستان کې د زعفرانو تولید څومره دی؟

له بلې خوا د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال افغانستان کې د زعفرانو د تولید کچه لس سلنه ډېره شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن امریکا غږ ته وویل چې د دغه هېواد پر اته زره هکټاره ځمکې باندې د زعفرانو کښت ترسره کیږي: "سږ کال له ۲۱ زره کیلو ګرامو نه ډېر زعفران افغانستان کې تولید شوي دي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د زعفرانو د کښت تر څنګ د کیفیت لوړولو او پروسس لپاره هم په څو کلونو کې د پام وړ کار شوی دی."

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنست په ټولو ولایتونو کې له سلو ډېر د زعفرانو د پروسس مرکزونه د حکومت او خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي دي.