شاته

هند د کروناضد واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړه

په هند کې نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷) د کرونا ویروس ضد د واکسین تطبیق پیل شو.

په لومړي پړاو کې نرسان، ډاکټران او نور هغه کارکوونکي واکسین کیږي چې په کروناویروس اخته رنځورانو سره سر او کار لري.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د واکسین د پیلولو په مناسبت د هند طبي کارکوونکو ته په تلویزون کې په اوښلنو سترګو وویل: «دغه رنځ خلک له یو بل څخه جلا کړل، ماشومان یې له میندو جلا کړل او هغوی چې د دغه ویروس له کبله مړه شول، له کورنۍ سره یې د خدای په امانۍ چانس هم پیدا نکړ.»

ښاغلي مودي وویل چې د کروناویروس ضد واکسین کې سیاستوال لومړیتوب نلري. له طبي کارکوونکو وروسته به ۲۷۰میلیون نورو هغو هندیانو ته دا واکسین کیږي چې تر ۵۰کلونو یې عمرونه زیات دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په ټول هند کې دا مهال د کروناویروس ضد واکسین کولو ۳۰۰۶مرکزونه پرانیستل شوي.

په هند کې چارواکي وايي چې پلان یې دا دی چې د کمپاین په لومړۍ ورځ ۳۰۰۶۰۰ کسان واکسین وشي.

هند نژدې ۱.۴میلیون نفوس لري او د حکومت پلان دا دی چې د واکسین د کمپاین د پیل په لومړیو شپږو یا اتو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰میلیون خلکو ته د کروناضد واکسین ورسوي، هر کس ته دوه ډوزه کیږي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې هند د «بهارت بایوتیک» په نوم د کرونا ضد واکسین تولید کړی او حکومت هم خلکو ته ویلي‌ چې همدا واکسین وکړي. هندیانو ته د اکسفورډ پوهنتون د «استرازینیکا» کروناضد واکسین هم کیږي چې په هند کې تولید شوی دی. هند ۱۱میلیون ډوزه د «استرازینیکا» واکسین پېرودلی چې د هند «سیروم انستیتوت» تولید کړي‌ او ۵.۵میلیون ډوزه «بهارت بایوتیک» یې پېرودلي دي.

په هند کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه څه باندې ۱۵۱۰۰۰کسان مړه شوي‌ او ۱۰.۵میلیون نور پرې اخته دي. هند تر امریکا وروسته د کرونا په ویروس ډېر اخته کسان لري.

په امریکا کې نژدې ۴۰۰زره کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي او شاوخوا ۲۳میلیون نور پرې اخته دي.

امریکا هم د کروناضد واکسین کمپاین پیل کړی دی او نوي منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې دهغه دکار په لومړیو ۱۰۰ورځو کې به د کروناویروس ۱۰۰میلیون واکسین (ډوزه) تولیدشي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تر دې دمه د کرونا له کبله څه باندې ۲میلیون کسان مړه شوي دي او څه باندې ۹۳میلیون نور پرې اخته دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.