شاته

بایډن په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې د USAID رئیسه وټاکله

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانۍ استازې سمنتا پاور، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) د رئیسې په توګه وټاکله.

د ښاغلي بایډن انتقالي ټیم د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۴) د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې میرمن پاور به د ځپلو ژورو تجربو په اساس په ټوله نړۍ کې کړکیچونه په نښه کړي.

په بیان کې راغلي دي: "پاور به زمونږ له شریکانو سره کار وکړي چې د کویډ۱۹، د اقلیم د بدلون، فقر او د دموکراتیک بهیر شاته کیدلو په ګډون زمونږ د عصر د سترو ننګونو ته د حل لاره پیدا کړي."

په دې بیان کې میرمن پاور د ملکي او دپلوماتیکي کارکوونکې په توګه معرفي شوې چې د " کړکیچ پر وخت " ازمایل شوې ده.

همداشان ویل شوي دي: "سفیره پاور د اوږمهاله نښتو په حل او فصل، بشري بیړنیو حالاتو ته په رسیدګۍ، د انساني کرامت نه دفاع او د قانون او دموکراسۍ د حاکمیت په غښتلي کولو کې د نړۍ په رهبري کولو کې مخکښه ده."

د بشري حقونو دغه مدافع د باراک اوباما د جمهوري ریاست په دوره کې چې جو بایډن په کې د جمهور رئیس مرستیال و، د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۷ پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

میرمن پاور د باراک اوباما د لومړۍ دورې جمهوري ریاست کې د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۳ پورې په سپینه ماڼۍ کې د امنیتي کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړې وه.

۵۰ کلنه سمنتا پاور یوه خبریاله هم ده. د هغې یو کتاب "د دوزخ یوه ستونزه" چې د نسل وژنې په مخنیوي کې د امریکا د متحده ایالاتو د ناکامۍ مطالعه ده، د پولیتزر مشهوره جایزه ګټلې ده.