شاته

د تاوتریخوالي دوام د سولې خبرو ته زیان رسوي – اروپايي ټولنه

په قطر کې د درې اونیو لپاره د سولې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولان کوبیا په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي په ځانګړي ډول هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ هم ودرول شي.

ښاغلي کوبیا په خپل ټویټر کې لیکلي که وضعیت په همدې ډول روان وي "نور نو دلته جګړه او خبرې نه کیږي، بلکې یوازې جګړه به وي. دا د افغانستان د سولې تنکی بهیر نور هم ستونزمن کولی شي".

د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو د ډسمبر په ۱۲مه په یوې ګډې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ د جنوري تر پنځمې د مذاکراتو د ودرولو خبر ورکړ. د سولې د مذاکراتو پر اجنډا لا زیات بحث او سلامشورې د سولې د خبرو د ودرولو لامل بلل شوی دی.

په عین حال کې د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني تیره ورځ د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس له مشرې نانسي پلوسي او د مجلس له یو شمېر استازو سره د افغان سولې د بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

ارګ د سې‌شنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په یو بیان کې ویلي دغه خبرې چې د ویډیوکنفرانس له لارې ترسره شوې دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالتونو د دوامداره ژمنې، د سولې پروسې او د راتلونکو پړاوونو، د ښځو حقونو او اوربند پر بیړنۍ اړتیا بحثونه کړي دي او د تاوتریخوالي په دوام یې اندیښه څرګنده کړې.

د تاوتریخوالي د دوام په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې جمهور رئيس غني ټینګار کړی چې د سولې د مذاکراتو د بل پړاو دې په افغانستان کې دننه ترسره شي.

ښاغلي غني تیره ورځ د کابینې په غونډه کې وویل که طالبان په افغانستان کې د خپل حضور ادعا کوي نو ولې په دغه هېواد کې د مذاکراتو ترسره کولو ته نه حاضرېږي.

هغه وویل چې طالبان په افغانستان کې دننه د سولې د مذاکراتو لپاره هرځای وټاکي افغان دولت په همغه ځای کې د سولې خبرو ته چمتو دی.