شاته

خليلزاد او جنرل ميلر د جنرل باجوه سره د افغانستان او سيمې په امنیت خبرې کړي

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنيو ځواکونو مشر جنرل سکاټ میلر د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د مشر جنرل فېض حميد سره ليدلي د افغانستان د سولې د عمل او امنيت په سر يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره يې د بهرنيو ځواکونو ماموریت ستايلی او باور يې ورکړی چې پاکستان به د سيمې د سولې او ثبات دپاره خپل مثبت رول دوامداره ساتي.

دغه ليدنه د ګل/ دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې شوې ده.

پوځ ویلي په ليدنه کې د دوه اړخيزه شريکو ګټو، د سيمې د مجموعي امنيت او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د روانو خبرو په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

ويل شوي راغلي پلاوي د سيمې د امنیت او شریکو اهدافو دپاره د پاکستان نه ستړې کېدونکي هڅې ستايلي دي.

خليلزاد د اسلام اباد د سفر په اړه په خپله څه نه دي ویلي خو په وروستيو ټويټس کې يې ویلي په دوحه کې د افغان حکومتي او طالبانو د پلاوي ترمنځ د ايجنډا په مسالو د سلا مشورو دپاره 20 ورځې وقفه شوې ده.

هغه په بل ټويټ کې ویلي، "له بده مرغه، جګړه لا روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، اورکم او اوربند لپاره اړتیا لاهم بیړنۍ پاتې ده".

هغه ویلي دغه خبرې بايد چې بيا د ځنډ ښکار نه شي او په خپل ټاکلي وخت په پينځمه جنورۍ روانې شي.

طالبانو او د افغانستان دولت د مرکچیانو ترمنځ د لومړي پړاو تر خبرو وروسته، د دوحې په خبرو کې وقفه راغلې او دواړه اړخونو یو بل ته د راتلونکو خبرو د اېجنډاوو په باب خپل پېشنهادي لېستونه سپارلي دي.

راپورونه وايي د خبرو د دوېم پړاؤ د خبرو د ځای په اړه لا څه نه دي ويل شوي چې دا خبرې به چرته کيږي.