شاته

افغانستان تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰۰ ټنه توکي صادر کړي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپواکه اداره وايي چې په یوې اونۍ کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰۰ ټنه کرنیز توکي بهر ته صادر شوي دي.

د یادې ادارې په یوې خبر پاڼې کې راغلي چې دغه توکي د حیرتان-مزارشریف، خواف هرات او تور غونډۍ اوسپنې پټلیو تمځایونو څخه بار او ترکې، ایران، ازبکستان او قزاقستان ته استول شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په صادر شویو توکو کې د افغانستان کیفیت لرونکي صادراتي محصولات لکه وچې او لمدې مېوې شامل دي.

افغانستان یو مصرفي هېواد دی چې دننه پکې ان د پوخ یا اسفالت شوی سړک کړۍ نه ده بشپړه شوې.

دغه شان هېواد ته د تګ راتګ اسانتیاوې د اقتصادي پلوه تر ټولو اړین ګام دی.

افغان ولسمشر له دې مخکې ویلي و چې ټرانسپورټي اسانتیاوې د سیمې وضعیت بدلولی شي.

له دې سره چې افغانستان د جګړې په یوې اوږدې کشالې کې دی خو بیا یې هم د یو شمېر هېوادونو سره پر پولې د اوسپنې پټلۍ غزولي دي.

په وروستي ګام کې تېره اونۍ د افغانستان-ایران ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنۍ پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې هر کال د ۶ میلیونو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او د یو میلیون سورلیو د لېږدولو ظرفیت لري.

دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلو مټره اوږدوالی لري ۱۴۰ یې د ایران او ۸۵ یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.

د رپوټونو پر بنسټ هره ورځ په عمومي ډول ۲۵۰ واګونه سوداګریز توکي افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ له لارې واردیږي.

اوس مهال افغانستان د منځنۍ اسیا، ایران او چین د اوسپنې پتلیو شبکو سره نښلول شوی دی.

له دې مخکې د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي و چې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به لږ تر لږه پینځه زره کیلو مټره د اوسپنې پتلې په دغه هېواد کې وغځول شي.