شاته

د کابل د والي مرستیال د ماین په چاودنه کې ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د والي مرستیال محبوب‌الله محبي او یاور یې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دغه چاودنه نن سې شنبه ډسمبر ۱۵(لېندۍ۲۵) سهار څه کم لس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اوړند «څلورم مکروریان» کې د والي د مرستیال پر لنډکروزر موټر شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په چاودنه کې د کابل د مرستیال والي دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو ایښودونکو «هسته» نیولې او هڅه کیږي چې پاتې کسان یې هم ونیول شي.

په کابل کې د چسپکي ماینونو چاودنې پدې تازه وختونو کې ډیرې شوي.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي بانک د کار کوونکو په موټر هم د چسپکې ماین چاودنه شوې وه چې د طلوع د پخواني خبریال یما سیاوش او دوه نور ملګري یې ووژل شول.

د دې پیښې نه وړاندې د هلمند په ولایت کې د آزادۍ راډیو یو خبریال هم د چسپکې ماین په چاودنې کې ووژل شو.