شاته

انتخاباتي کالج د جو بایډن بری تائید کړ

د امریکا د انتخاباتي یا الکټورال کالج غړیو په رسمي توګه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جو بایډن کامیابي تائید کړله.

د الکټورال کالج غړیو د دوشنبې په ورځ، ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۴) د هیواد په بیلا بیلو برخو کې رایې واچولې. په رایه ګیرۍ کې جو بایډن ۳۰۶ او ډانلډ ټرمپ ۲۳۲ رایې وګټلي.

یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ رایې وګټي چې جمهور رئیس شي.

د انتخاباتي کالج د غړیو د رایه ګیرۍ نه وروسته منتخب جمهور رئیس جو بایډن ملت ته وینا وکړله. بایډن وروسته په ټویټر کې ولیکل، "یو ځل بیا د قانون حاکمیت، اساسي قانون او د خلکو ارادې وګټله."

بایډن همدرانګه لیکلي چې " زمونږ دیموکراسي وګواښل شوه، وآزمایل شوه خو ثابته شوه چې دا دیموکراسي قوي او ریښتینې ده."

د انتخاباتي کالج رایې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې عادي رسمیات دي خو دا ځل ورته ځکه د ډیرو خلکو پام و چې برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې او د پراخو ټګیو برګیو ادعا لري.

د جمهور رئیس ټرمپ پلویانو په یو شمیر ایالتونو کې مظاهرې هم کړي او چارواکي مجبور شول چې د انتخاباتي کالج د غړیو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

سره لدې چې برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و که د انتخاباتي کالج غړي د جو بایډن بری تائید کړي، چمتو دی چې سپینه ماڼۍ پریږدي خو ښاغلي ټرمپ لا هم ماته نده منلې.

جمهور رئیس په ټویټر کې د رایې ګیرۍ په ماشینونو انتقاد کړی او هغه یې "ناوړه" بللي. ښاغلي ټرمپ لیکلي، " دغو ماشینونو د انتخاباتو نتیجه بدله کړله، اجازه به ورنکړم. دا جعلي انتخابات مقاومت نشي کولی".

د انتخاباتي کالج لخوا د جو بایډن د بري اعلان نه وروسته ډانلډ ټرمپ د امریکا د ۲۴۴ کالونو په تاریخ کې پنځم جمهور رئیس شو چې یوه دوره حکومت کوي او بیا انتخاب کیدل بایلي.

ټاکل شوې د امریکا د سنا او استازو د مجلس غړي د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ مې ګډه غونډه وکړي او په رسمي توګه د انتخاباتي کالج د غړیو رایې وشماري.

د استازو په مجلس کې د جمهور رئیس ټرمپ ملګرو ویلي چې د ۵ ایالتونو (اریزونا، پنسلوانیا، نیواډا، جورجیا او وسکانسن)په رایو به اعتراض وکړي. جمهور رئیس او انتخاباتي ټیم یې ادعا لري چې پدې ایالتونو کې پراخه ټګي برګي شوي.

خو د اریزونا او جورجیا په ایالت کې د انتخاباتي کالج جمهوري غوښتونکو غړیو د جو بایډن کامیابي تائید کړې او ویلي یې دي چې په انتخاباتو کې هیڅ داسې درغلي نده شوې چې نتیجه بدله کړي.