شاته

ولسمشر غني د امریکا د استازو د مجلس له مشرې سره د سولې په اړه خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د استازو د مجلس له رئیسې نانسي پلوسي سره د سولې د بهیر ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.

ارګ نن سې شنبه ډسمبر۱۵(لېندۍ۲۵) ویلي چې ښاغلي غني او مېرمن پلوسي د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې د خبرو پرمهال د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د نورو غړو ترڅنګ یو شمېر نورو لوړپووړ افغان چارواکو هم حضور درلود.

دواړو لورو په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو ټینګار کړی او د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي:"دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

ولسمشر غني پر داسې مهال د امریکا د استازو د مجلس له مشرې سره پر دا سې مهال د افغان سولې بهیر او افغانستان سره د امریکا د دوامداره تعهد په اړه خبرې کړي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو یوځل بیا زور اخیستی دی.

د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې نن سې شنبه د کابل ولایت د والي مرستیال د ماین په چاودنې کې ووژل شو.