شاته

د ټرمپ د حکومت ادارې د بایډن بریا ومنله؛ د واک لېږد پیلیږي

د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې پرون دوشنبه د نومبر ۲۳مه (لېندۍ دریمه) جو بایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی وباله او د واک د لېږد په اړه د چمتووالي خبر یې ورکړ.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، برحال ولسمشر ډونالد ټرمپ چې تر دا مهاله یې د بایډن بریالتوب نه دی منلی، په یو ټویټ کې خپل ټيم ته لارښوونه کړې چې د واک د لېږد بهیر کې همکاري وکړي، خو ژمنه یې کړې چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې رئیسې امیلي مورفي چې د واک لېږد بهر کې د اسانتیاو رامنځته کولو مسؤلیت لري د امریکا متحده ایالاتو د دواړو سیاسي ګوندونو، کارپوهانو، ملي امنیت او سوداګرو مشرانو لخوا ورباندې انتقادونه شوي دي.

میرمن مورفي جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي :"لطفاً پوه شئ چې ما دغه پرېکړه خپلواکه، د قانون په اساس او موجودو حقایقو ته په کتو کړې ده، هیڅ کله په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د کوم اجرايي برخې د مشر او یا د سپینې ماڼۍ او یا د هغو کسانو له خوا چې د عمومي خدماتو په اداره کې کار کوي، زما د تصمیم د ماهیت او نېټې په اړه تر فشار لاندې نه یم نیول شوې."

لږ وروسته چې رسنیو د دغه لیک د محتوا په اړه خبرونه ورکړل، ښاغلي ټرمپ هیواد ته د اغلې مورفي له ژمنې او وفادارۍ څخه د مننې ترڅنګ په یوه ټویټ کې د خپلې ادارې په اړه د مبارزې خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او باور لرو چې کامیاب کیږو! په دې خاطر د خپل هیواد لوړو ګټو ته په کتو، سپارښتنه کوم چې امیلي او ټېم یې هر څه چې لازم یې ګڼي تر سره کړي او خپل ټېم ته مي ویلي چې هغوی هم همداسې وکړي."

د امریکا کانګرس دموکرات غړو پرون دوشنبه اغلې مورفي ور غوښتې وه ترڅو د واک د لېږد د ځنډېدو د دلیل په اړه معلومات ورکړي، خو نوموړې حاضره نه شوه.

د دغه ادارې ویاند ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې مرستیال به د نومبر پر ۳۰مه د سنا مجلس د کمېټو ناسته کې ګډون وکړي، د سنا دموکرات غړو د څلورو کمېټو مشرانو ویلي چې اغلې مورفي باید د سې شنبې په ورځ چې د نومبر ۲۴مه ده قانون جوړونکو ته معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو په مشګین، پنسلوانیا، او جورجیا کې د ښاغلي ټرمپ دعوه کوم ځای ته ونه رسېدل او دغه درې ایالاتونو جوبایډن په ټاکنو کې بریالی اعلان کړی دی.