شاته

بایډن د بهرنیو چارو یو پخوانی همکار د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی

واشنګټن – د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په بهرنیو چارو کې خپل نېږدې سلاکار انټوني بلېنکن په خپلې نوې اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.‌

۵۸ کلن بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو په برخه کې د دوو لسیزو راهیسې پرېکړنده فیصلې کړې دي.

بایډن پلان لري، چې د جنورۍ په شلمه نېټه له پرانیستې وروسته د ټرمپ سیاستونه بدل کړي لکه د پاریس د اب او هوا یا کلایمېټ چېنج له تړون سره بېرته یوځای شي، د روغتیا له نړیوالې ادارې څخه وتل ودروي او هڅه به وکړي د ایران په اټومي تړون کې له نورو هېوادونو سره یوځای شي.

بلېنکن د لومړي ځل لپاره د پخواني ولسمشر بېل کلنټن په دوره کې خدمت کړی او بیا وروسته د بهرنیو چارو د مرستیال او ملي‌ امنیت د سلاکار د مرستیال په توګه د پخواني‌ ولسمشر بارک اوباما په اداره کې کار کړی.‌

کله چې پخوانی رېپلېکن ولسمر جیورج ډبلېو بوش په واک کې وو نو بلېنکن په سنېټ کې د بهرنیو چارو په کمېټه کې د ډیموکراټانو مشر وو.

د بلېنکن ترڅنګ چې بایډ د سنېټ لخوا د تایید رایه واخلي د بایډن انتقالي چارواکو خبري رسنیو ته ویلي دي،‌ چې د بهرنیو چارو دوه نور پخواني کارکونکی جېک سېلېوان د ملي‌ امنیت د سلاکار او لېنډا تاماس ګرینفېلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د استازې په توګه نومولې ده.

ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې:

ولسمشر ټرمپ تر اوسه هم خپله ماته نه ده منلې او اوس هم د بریا ادعا کوي که څه هم بایډن د غیر رسمي پایلو له مخې، د ټرمپ د ۲۳۲ په وړاندې ۳۰۶ انتخاباتي رایې ګټلې دي.

په امریکا کې ولسمشر د انتخاباتي رایو د شمېر له پلوه ټاکل کېږي چې باید تر لږ تر لږه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي نه د ټولو مجموعي رایو یا پاپولر ووټ له مخې که څه هم بایډن په هغو کې هم له ټرمپ څخه شپږ میلیونه رایې مخکې دی.

د ټاکنو په اړه د ټرمپ حقوقي جګړې که څه هم تر اوسه هغه ته کومه ګټه نه ده اړولې او شاخوا ۳۴ یې حقوقي دعواوې یې یا بایللي او یې دعوا بېرته اخیستې ده.

ټرمپ په نورې حقوقي دعوې مخې ته وړي او د هغو په اړه اپیل کوي چې بایللي یې دي.

په جورجیا کې وروسته له هاغې چې رایې دوباره وشمېرل شوې د جمعې په ورځ پکې بایډن بلاخره ګټونکی اعلان شو او تمه ده دې ته ورته د مشېګېن او ویسکانسن کې هم وروستی بریالی ګټونکی د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان شي.

خو د ټرمپ کمپاین په جورجیا کې یو ځل بیا د رایو شمېرل غوښتي‌ دي.

که څه هم په حقوقي برخه کې یې په ځانګړي توګه څه نه دي ترلاسه کړي خو ټرمپ تر اوسه هم خپلې ادارې ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د بایډن له انتقالي دفتر سره همکاري وکړي.