شاته

دترهګرۍ مقدمه کې حافظ سعید ته د لس کاله بند سزا واورؤل شوه

په پاکستان کې دتندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید اؤ دهغه دوؤ نورو ملګرو ته دترهګرۍ په دوؤ بیلابیلو مقدمو کې دمحکمې لخوا دلس کلن بند سزا اورول شوې ده.

دممبۍ په ترهګریز برید تورن حافظ سعید ته سږکال د فرورۍ په میاشت کې هم دترهګرۍ ضد محکمې دترهګرۍ په یوه بله مقدمه کې د ۱۱کلن بند سزا اورولې وه.

دپاکستاني مطبوعاتو د راپورونو په اساس د زیارت په ورځ په لاهور کې د ترهګرۍ ضد محکمې دجج ارشد حسین بهټه عدالت د جماعت الدعوه دمشر حافظ سعید اؤ دهغه د ډلې د درېوؤ نورو مشرانو په ضد دترهګرۍ د درج مقدمو پرېکړه اورولې ده.

په دغه پرېکړه کې حافظ سعید اؤ اؤ دهغه دوؤ نورو ملګرو پروفیسر ظفر اقبال اؤ یحیی مجاهد ته د لسو،لسو کالو د بند اؤ حافظ عبدالرحمان مکي ته د شپږو میاشتو دبند سزا اورول شوې ده.

حافظ سعید په نومبر کال ۲۰۰۸م کې شوي دممبۍ ترهګریز برید کې تورن دی اؤ ددغه برید وروسته د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر بلل شوی دی.

په یاد ترهګر برید کې شپږ امریکان هم وژل شوي وو. د کال ۲۰۱۲م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی.

په می کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د خزانې وزارت دحافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ

هغه دتیرکال د جولایيدمیاشتې راهسې پاکستان کې نیول شوی اؤ په ضد یې دترهګرۍ یو شمیر مقدمې درج دي چې په دغو مقدمو کې تر اوسه په څلورو محکمې پرېکړې اورولې دي.