شاته

عمران خان:افغانستان کې به اوربند اؤ سولې دپاره ډاډمنې هڅې کوؤ

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ حکومت یې غواړي چې په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړ هڅې تر سره کړي.

دپنجشنبې په ورځ کابل ته دخپل یو ورځني سفر په مهال وزیراعظم عمران خان د افغان ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې وروسته یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي پاکستان دافغان سولې اؤ جوړجاړي په عمل کې خپل غوره رول لوبولی دی اؤ غواړي چې نور په افغانستان کې جنګونه پائ ته ورسیږي اؤ دلته امن اؤ ثبات ټینګ شي.

عمران خان وویل “کابل ته زما د سفر موخه د دواړو حکومتونو تر منځ باور رامنځته کول او د اړیکو غځول دي”

هغه وویل دپیل راهسې پاکستان په دې دریځ ولاړ دی چې افغان کشاله دطاقت دلارې نه هواریږي بلکې په خبرو اترو دا ستونزه هواری مومي اؤ نن دخبرو دلارې دسولې عمل کې زیات پرمختګونه هم شوي دي.

هغه وویل “پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړي”

ښاغلي عمران خان زیاته کړې ده پاکستان افغانستان سره ښې اړېکې لري اؤ غواړي چې دا اړېکې باید نورې هم وغځیږي چې دې دپاره دکابل اؤ اسلام اباد ترمنځ پرله پسې تماسونو ته اړتیا لیدل کیږي.

هغه وویل له بده مرغه په دې وروستیو کې دافغانستان دننه دتاؤتریخوالي اؤ تشدد پېښې سیوا شوي دي خو پاکستان به افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو، اوربند او د سولې خبرو اترو لپاره د ډاډ وړ هڅې تر سره کړي.

د ولسمشر اشرف غني وینا

مطبوعاټي کانفرنس ته خپله وینا کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د اړېکو په څرنګوالي هرڅوک خبر دي اؤ د دواړو هیوادونو ترمنځ سیمه ییزو اؤ اقتصادي اړېکو ته دوام ورکول دکابل اؤ اسلام اباد دواړو په ګټه دي.

حکومت یې افغانستان کې دتشدد اؤ جنګونو ختمولو دپاره اوربند ته لیواله دی ځکه چې افغانان له جنګونو ستړي شوي اؤ نور پخپله خاوره امن،ثبات اؤ پرمختیا ته لیواله دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په يو ورځني سفر دپنجشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی اؤ هلته یې افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې افغانستان کې دسولې، د دوه اړخيزه اړیکو او سيمه ييزه اقتصاد په موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د وزیراعظم جوړېدو وروسته دا د عمران خان د کابل لومړی سفر دی، چې ورسره پکې د بهرنيو چارو وزير، د وزيراعظم د اقتصادي چارو سلاکار او نور چارواکي ملګري دي.

کابل ته دعمران خان دسفر ارزښت

څيړونکې د پاکستان د وزیراعظم د کابل سفر مهم ګڼي او وايې چې دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان د سولې په لړ کې بېن الافغاني خبرې کيږي او امریکا خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

څیړونکی او خبريال حسن خان وايي، "دا سفر ځکه ډېر مهم دی چې بېن الافغاني خبرې کيږي او له دې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په لړ کې پاکستان مهم رول لوبولی ؤ ځکه افغانان به اوس هم د پاکستان نه دغه تمه کوي چې د طالبانوسره په خبرو کې رول ولوبوي"

وي او ای ډیو سره خبرو کې حسن خان ویلي " پاکستان ته اوس دا احساس دی که د افغانستان نه د امریکا پوځ ووځي نو د هغې ټول غټ اثر به په پاکستان وي، دلته نزدې درې ملينه افغانان کډوال د مخکې نه دي، او پاکستان داسې غواړي هم نه چې د امریکې پوځونه دې د افغانستان داسې ووځي چې دروازه بنده کړي تاله ورته ولګئ او افغانستان داسې پرېږدي"

کابل ته د عمران خان د سفر نه وړاندې د وزیراعظم د اقتصادي چارو مشاور رزاق داؤد هم درې ورځنی سفر کړی او هيله يې ښکاره کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټرانزیټي تړون ته به په راتلونکې جنورۍ کې غوڅ شکل ورکړل شي.