شاته

جوباېډن: د کرونا پرضد مبارزه سم مشر ته اړتیا لري

په امریکا کې د صدراتي ټاکنو امکاني ګټونکي جو باېډن تیره ورځ اعلان کړی، د کرونا وبا پرضد مبارزه ٫٫ لکه جنګ ته د تلو په شان ده، د کوم لپاره چې تاسو ته د یو سم مشر یا کمانډر ان چېف ضرورت وي.٬٬

د کرونا پرضد مبارزه کې جنګیدونکي/ د صحت کارکونکو سره انلاېن د یوې مباحثې په وخت جو باېډن دوي اتلان بللي او اټکل یې کړی ٫٫ زما نه به خطاګانې کیږي. خو زه ژمنه کوم زه چې کله غلطي وکړمه نو منم به یې او ذمه واري به یې هم په غاړه اخلم.٬٬

جو باېدڼ وړاندې ویلي، چې کله د صدارت سوګند پورته کړي نو په ټولو ګورنرانو به غږ کوي چې ماسکونه په مخ کول ، د کرونا ټسټونه، د ناروغانو معلومول او د یو بل نه شپږ فټه فاصله ساتل دې لازمي کړي. باېډن د سکولونو تړل کیدو په اړه ویلي، داسې لارې به ګوري چې ماشومان بیرته سکولونو ته راشي ځکه د کرونا وبا د لاسه د دوی ډیر سبقونه ضاېع شوي.

په کوم وخت کې جوباېډن دغه خبرې کولې، د امریکا نیویارک ښار چې تر ټولو زیات سکولونه لري، اعلان کړی چې د کرونا ناروغانو په شمیره کې د زیاتوالي له سببه بیرته سکولونه بندوي.

جوباېډن سره د خبرو په وخت نرسانو او د هسپتالونو نورې عملې هغه ته د خپلو ستونزو په اړه هم ویلي، او د کرونا وبا نه د ځان ساتنې لپاره ځانګړي سامانونو او جامو د کموالي په اړه یې هغه خبر کړی.

باېډن دغو ته ویلي، چې د دغه سامانونو لپاره د هسپتالونو تر منځه مقابله یا زغل ډیر بد سوچ دی. په امریکا کې د تهېنکس ګېونګ (شکرانې) د رخصت وړاندې د کرونا کېسونه په زیاتیدو دي او هسپتالونو کې د زیاتو ناروغانو د لاسه بد حال دی.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو تر مخه په ګرده امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره ۱۱.۴ میلینه ته رسیدلی او دوه نیم لکه کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

جو باېډن یوارې بیا د عامې انتظامیې یا جنرل سروس اېډمنسټریشن باندې نیوکې وکړې چې د انتخاباتو نتېجې نه مني او د کرونا وبا په اړه پوهه لرونکو تر څنګ نور وفاقي چارواکي د دې نه منع کوي چې د باېډن د ډلې سره مرسته وکړي.

ټرمپ لا هم د انتخاباتو نتېجې نه مني:

اخوا صدر ټرمپ لا هم د ډیموکرېټ ګوند انتقالي ډلې ته د واک ورکولو مخه نیولې او جو باېډن ته یې د صدر د ورځې د کارونو تفصیل ښودلو نه انکار کړی. په دغه معلوماتو کې د امریکا استخباراتي ادارو څیړنې، د نړې د تودو سیمو حال او د باېډن ډلې ته د حکومتي اېجنسو معلومات ورکول هم دي.

ټرمپ تیره ورځ بیا د خلکو په ډاګه نه دی راغلی او د واېټ هاوس نه یې یو ټوېټ کړی چې هغه انتخابات ګټلي او یو ځل بیا یې تور لګولی چې په مهمو ایالتونو کې په درغلیو او ټګۍ جو باېډن ګټلې.

په یو بل ټویټ چې ټول ټکي یې لوې لیکل شوي وو، ټرمپ لیکلي ٫٫ ما انتخابات ګټلي، په ټول هیواد کې په ووټونو کې درغلي شوې ده.٬٬ ټوېټر بیا په دغه ټوېټ یو نوټ لګولی وو چې پرې لیکل شوي وو ٫٫ ګڼ اړخونه دې انتخاباتو ته په بل نظر ګوري.٬٬

په ګرده امریکا کې انتخابي چارواکو وي او ای او نورو امریکايي مطبوعاتي ادارو ته ویلي، په امریکا کې په لویه کچه په انتخاباتو کې د درغلۍ کوم ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي. خو په ځینو ځایونو کې په رایوورکولو کې لږې غلطۍ شوي خو هغه هم د انتخاباتو نتېجې نه شي بدلولی په دې صورت کې که چرې ټرمپ په عدالتونو کې خپلې دعوې هم وګټي.

د نهې په ورځ صدر ټرمپ د انټرنېټ د امنیت وفاقي ادارې مشر کرسټوفر کرېب هم د خپلۍ دندې ګوښه کړی چا چې د صدر ‌ټرمپ لخوا په انتخاباتو کې د درغلې دعوه لانجمنه کړې وه.

د صدر ټرمپ پرېس سکتر بیا فاکس اېنډ فرېنډز ټي وي خپرونه کې ویلي، ٫٫‌دې صدر دا ویلي، چې هغه په پرامنه طریقه د واک انتقال ته تیار دی خو که چرې ریښتیا هغه شان وي. خو صدر او ګڼ نور داسې ګڼي که چرې هر یو قانوني ووټ وشمارل شي، نو هغه به بیرته صدر جوړ شي. هغه ځکه عدالتونو ته هم تللی دی. خو دا صدر غواړي هغه څه وشي چې د امریکا په ګټه وي.‌٬٬

د صدر ټرمپ پرېس سکتر د اکتوبر د لومړۍ نېتې نه راپه دېخوا د میډیا سره خبرې نه دي کړي او د واېټ‌هاوس خبریالانو ته یې هم د څه ځواب ورکولو ډډه کړې.

د امریکا په یو شمیرایالتونو کې د اچول شوي ووټونو شمیرنه په اخیرۍ مرحلکو کې ده خو ګڼ امریکايي مطبوعاتو د غیر رسمي نتېجو ترمخه جو باډن د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی چا چې د ۲۷۰ نه زیات الیکټورل کالج ووټونه اختسي. په مجموعه کې بیا جوباېډن د صدر ټرمپ نه ۵.۷ میلینه یا ۵۷ لکه زیات ووټونه اخستي.

د امریکا په جارجیا ایالت کې دد ووټونو شمیره تیره ورځ هم روانه وه. د ۱۶ الیکټورل کالج ووټونو جارجیا ایالت په لومړیو نتېجو کې باېډن په ۱۴ زره ووټونو د ټرمپ نه مخکې وو. خو په یوه سیمه کې ۲۶۰۰ داسې ووټونه معلوم شوي، چې نه دي شمارل شوي اودغه سیمه د باېډن د پلویانو سیمه ده. د ټرمپ د کمپاېن ډلې پخ وسکانس ایالت کې د ووټونو بیا شمارلو لپاره ۳ میلینه ډالره هم علان کړي.