شاته

عمران خان: افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هرې همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي خان چې د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې پاکستان د افغان سولې په بهیر د مذاکراتو میز ته د طالبانو په راوستلو خپل رول لوبولی دی.

هغه د سولې له خبرو سره هم‌مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې وویل: "په دې وخت کې افغانستان ته زما د راتلو هدف دا دی چې تاسې ته ډاډ درکړم چې پاکستان به هر هغه څه چې ممکن وي ترسره به یې کړي ترڅو تاوتریخوالی کم شي او اوربند ته لاره هواره شي".

عمران خان ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد به د کابل له تمې پورته د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند د ټینګېدو په برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان د صدراعظم په وینا کابل ته یې د سفر پر مهال دواړو خواو د څو کمېټو په جوړولو توافق کړی تر څو د افغانستان او پاکستان د امنیتي بنسټونو ترمنځ اړیکې زیاتې شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له نږدې همکاري وکړي او په نتیجه کې یې دواړه هېوادونه خپلمنځي سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

عمران خان په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ګډه اندېښنه یاده کړه.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني کابل ته د عمران خان سفر تاریخي وباله او وې ویل چې د پاکستان صدراعظم له دې پیغام سره چې "تاوتریخوالی د روان وضعیت لپاره مناسب نه دی" کابل ته سفر کړی دی.

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هراړخیز اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د یو جګپوړي حکومتي پلاوي سره نن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) کابل ته ورسېد.

ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم او ورسره مل پلاوی د افغانستان د سولې په بهیر، سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان صدراعظم له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوه اړخیزو اړیکو ، د افغانستان د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو په اړه تیلیفوني خبرې کړې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د پاکستان د پاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازی، عمر دادودزی د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ښاغلي عمران خان ته ښه راغلاست ووایه.

د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې هم ښاغلي خان ته ځانګړي تشریفاتي مراسم ترتیب شوي و.

ولسمشر غني د دې ټلیفوني خبرو پرمهال ښاغلي خان ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې وه.

افغان حکومت کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په مهال د امنیتي ننګونو له امله د پنجشنبې ورځ په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

کابل ته د ښاغلي خان د راتلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او ارګ ته غځېدلې ټولې لارې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم په توګه عمران خان کابل ته سفر کوي.