شاته

سعودي د مصنوعي ذکاوت په ټکنالوژۍ کې ۲۰ ملیارده ډالر پانګونه کوي

سعودي عربستان اعلان کړی چې د ۲۰۳۰ کال پورې د مصنوعي ذکاوت د ټکنالوژۍ په پروژو کې ۲۰ ملیارده ډالر پانګونه کوي.

سعودي د تیلو له پلوه غني هیواد دی او پلان لري چې خپل اقتصادي چارې پداسې حال کې بدلې کړي چې یوازې د تیلو په صادراتو متکي نه وي.

د دې هیواد ځوان ولیعهد محمد بن سلمان هم غواړي چې د خپل "۲۰۳۰ لیدلوري" د پروګرام له مخې د هیواد اقتصادي چارې یوازې په تیلو اتکا کولو ته پرې نږدي.

سعودي عربستان چې په عربې نړۍ کې د اقتصاد له پلوه تر ټولو ستر هیواد دی تیره میاشت یې د پانګې اچوونکو د جلب کولو لپاره د مصنوعي ذکاوت تګلاره په کار واچوله.

د سعودي عربستان د معلوماتو او مصنوعي ذکاوت د ادارې مشر عبدالله الغامدي ویلي چې د هغو کمپنیو له لارې چې تازه یې فعالیت پیل کړی او د نوښت په برخه کې کار کوي، غواړي چې د مصنوعي ذکاوت څخه د اقتصادي بدیل د وسیلې په توګه کار واخلي.

د ښاغلي الغامدي په مشرۍ دا اداره په ۲۰۱۹ کال کې جوړه شوې او اوس پلان لري چې د مصنوعي ذکاوت په پروژو کې د ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰ ملیارده ډالر پانګه واچوي.

الغامدي د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هیوادونو (جي ۲۰) په یوې غونډې کې خبریالانو ته وویل چې "مونږ مصنوعي ذکاوت ته د سپما او اضافي عاید د یوې سرچینې په توګه ګورو. "

د سعودي عربستان دغه چارواکي همدرانګه وویل چې په کور دننه او بهرني پانګه وال به وکړی شي چې پدې کمپنیو کې پانګه واچوي او شراکت وکړي. هغه ویلي چې ټاکل شوې د ۲۰۳۰ کال پورې د مصنوعي ذکاوت شاوخوا ۳ سوه کمپنۍ چې تازه فعالیت پیلوي او یو نوی شی جوړوي، ایجاد کړي.