شاته

برتانیه ښایي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کړي

د برتانیې د دفاع وزارت وایي ښایي د امریکا د متحدو ایالتونو په شان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کم کاندي.

د برتانیې د دفاع وزیر بین والیس نن د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۹ (لړم۲۹) د سرتیرو د کمولو خبره کړې خو زیاتوي چې د افغانستان د حکومت او امریکا سره به په ګډه د افغانستان امنیت ساتي.

د برتانیې د دفاع وزیر ویلي چې نه برتانیه او نه هم امریکا اوس مهال خپل ټول عسکر د افغانستان نه راباسي خو زیاتوي چې که امریکا عسکر کم کړل ښایي برتانیه به یې هم کم کړي.

د برتانیې دغه نظامي چارواکي د سکای نیوز سره په مرکې کې ویلي چې د امریکا پرته د برتانیې امکانات محدود دي خو زیاتوي چې د مالیې د وزارت سره په کومې بودیجې چې تازه پرې موافقه شوې، د برتانیې لپاره به اختیارات ډیر شي.

بین والیس په مرکې کې ویلي، " د دفاعي چارو د ارزیابۍ یوه برخه دا ده چې برتانیه څنګه لا خپلواکه شي او څنګه په نړۍ کې د یو بل ملاتړ وکړو. که یو قدرت د یو ځای نه اوځي او مونږ غواړو چې هلته پاتې شو، باید دا توان ولرو."

برتانیه اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري لري چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي. برتانیه د امریکا د متحدو ایالاتو نه وروسته دویم هیواد دی چې په افغانستان کې ډیر شمیر سرتیري لري.

د امریکا د دفاع وزارت د همدې تیرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امر پلان لري چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې تر ۱۵مې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.

د امریکا متحده ایالات اوس مهال په افغانستان کې د ټولو نه زیات سرتیري لري چې شمیر یې شاوخوا ۴۵۰۰ ته رسیږي.