شاته

افغانستان کې دتیرو نهو میاشتو په مهال دتشدد پېښو کې ۵۹۳۹ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،دیوناما رپورټ

په افغانستان دملګرو ملتونو مرستندویه اداره یوناما وایي په قطر کې دسولې د خپل منځي خبرو دپیل کیدو باوجود په افغانستان کې افغانستان کې عامو خلکو ته اوښتل کیدونکې مرګ ژوبله کې کموت نه دی راغلی.

پخپل یو تازه رپورټ کې یوناما ویلي سږکال د جنورۍ دمیاشتې راهسې د ستمبر تر پائ افغانستان کې ۲۱۱۷ کسان دتشدد پېښو کې وژل شوي اؤ ۳۸۲۲ ژوبل شوي دي.

رپورټ کې راغلي چې دتیرو نهو میاشتو په موده کې دافغانستان دننه جګړو کې ۱۲۸۷کسان د دولت دمخالفینو لخوا وژل شوي اؤ ۲۱۸۲نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دې موده کې ۶۰۵کسان د دولتي ځواکونو لخوا هم وژل شوي اؤ ۱۶۴۳ ژوبل شوي دي.

د وي او ای اشنا په ویب پاڼه دخپور شوي دې رپورټ له مخې دستمبر د۱۲مې نېټې راهسې چې قطر کې دافغانانو ترمنځ خپل منځی خبرې روانې دي هم دستمبر تر پائ افغانستان کې په جګړو کې ملکي خلکو ته اوښتل کېدونکې مرګ ژوبله کې کموت نه دی لیدل شوی.

یوناما وایي په دې جګړو کې ښځې اؤ ماشومان هم وژل شوي اؤ په جګړه بوختو اړخونو باندې یې غږ کړی چې دعامو خلکو د خوندیتوب دپاره باید عاجل ګامونه پورته کړي.

دغه رپورټ ښایي چې یوازې د روانې میاشتې د پیل څخه تر دې مهاله افغانستان کې دتشدد پېښو کې ۴۰۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رپورټ په ډاګه کوي چې د تیرکال په پرتله سږکال په وړومبیو نهو میاشتو کې ملکي خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله ۳۰ فیصدي راټېټه شوې ده.

دتیرې میاشتې راهسې چې په دوحه کې دافغان دولت د مرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ په قطر کې دسولې خبرې پیل شوي په افغانستان کې ورسره سم دتشدد پېښې هم سیوا شوي دي.

څېړونکي وایي دقطر پخپل منځي خبرو کې دواړه خواوې په ځېنو نکتو د اختلافونو له امله په پرمختګ نه دي توانېدلي اؤ نه هم لا افغانستان کې په نزدې راتلونکي کې د اوربند کوم واضحه امکانات لیدل کیږي.

که څه هم دا وخت په افغان خپل منځو خبرو کې په ځیني نقطو اختلافونه موجود دي او په تشدد کې تېزي لیدل کېږي خو افغان حکومت وايي، د طالبانو لخوا د هیواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې شدت په وجه به مزاکرات نه ختموي.