شاته

د امریکې صدارتي انتخابات یوه هفته پس کېدونکي دي، امیدواران په انتخابي جلسو کې مصروف دي

د امریکې د صدر د انتخابات دپاره ووټونه پوره یوه هفته وروسته کېدونکي دي او د صدارت امیدواران د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف جوبایډن په خپلو انتخابي جلسو کې مصروف دي.

صدر‌ ټرمپ به د نهې، سه شنبې، په ورځ نېبراسکا او وېسکاسن ریاستونو کې انتخابي غونډو ته وېنا کوي. د دې وروسته به هغه مشېګن او پېنسلوېنیا ریاستونو ته ستنیږي. ډانلډ ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی.

جو بایډن او صدر ټرمپ دواړو د ګل، دوشنبې، په ورځ په پېنلسوېنیا ریاست کې بېلا بېلو انتخابي جلسو ته تقریرونه وکړل او د یو بل په تګلارو یې نیوکې وکړې.

جو بایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ په جورجیا ریاست کې انتخابي غونډو کې شرکت کوي او اېسوسي اېټېډ پریس خبري اداره وايي په جورجیا ریاست کې ووټرانو د ۱۹۹۲ راهسې د ډیموکرېټک پارټۍ د صدارت امیدوار حمایت نه دی کړی، یعني په دغه ریاست کې د ريپبلېکن پارټۍ پلویانو شمېر زیات دی.

جو بایډن به ایووا ریاست ته هم ورځي چې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاباتو کې پکي د ډانلډ ټرمپ ګټلې وه.

د ووټونو نه وړاندې صدر ټرمپ یوه کامیابي دا ترلاسه کړه چې د ګل، دوشنبې، په ماښام سنېټ د مېرمن اېمي کوني بېرېټ تقرري د سپریم کورټ د ججۍ دپاره منظوره کړه. مېرمن بېرېټ صدر ټرمپ د دغه چوکۍ دپاره نامزد کړي وه. په سېنټ کې د ریپبلېکن پارټۍ اکثریت دی او د سپریم کورټ د تاحیات جج تقرري د واکمن ګوند دپاره اهم پرمختګ ګڼل کیږي.

د سپریم کورټ د ججې ګمارلو باوجود هم د کرونا وایرس په سر صدر ټرمپ د جوبایډن د تنقید هدف و او د ګل، دوشنبې، په ورځ یې په پېنسلوېنیا ریاست کې انتخابي جلسې ته وویل صدر ټرمپ د کرونا وایرس په وړاندې ماتی تسلیم کړی دی.
هم په پېنسلوېنیا ریاست کې صدر ټرمپ خپلې انتخابي جلسې ته وویل جوبایډن یو کمزوری امیداوار دی او دا خبره یې رد کړه چې د کرونا وایرس مخې ته ماتی خوړلی دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د انتخابي کېمپېن په وروستیو ورځو کې په امریکا کې د کرونا وایرس د بیا خپرېدو په اړه تشویش زیات شوی دی خو د صدر ټرمپ زیاتره توجه په اقتصاد ده او جوبایډن خپل ځان د یو زیات محفوظه متبادل په توګه پېش کوي.

ای پي دا هم وايي د نومبر په دریمه نېټه کېدونکو انتخاباتو نه مخکې ووټرانو د دریمې برخې نه زیاتو خلکو د وړاندې څخه رای ورکړي دي.