شاته

افغانستان کې تازه ۹۵ تنه کرونا نیولي او پنځه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۵ کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اکتوبر ۲۷ (لړم ۶) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۸۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۹۵ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰۳۲ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۲۳تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۲۱۷ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۳ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.