شاته

پمپیو د چین د زیاتېدونکي «نفوذ مخنیوي» لپاره هند ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په سیمه کې د چین نفوذ ورځ تر بلې پراخیږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ستراتیژیکو همکاریو د لا قوي کولو لپاره اسیاته ولاړ.

ښاغلی پمپیو د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې نن دوشنبه اکتوبر ۲۶ (تله ۵) هند ته ورسید.

له ښاغلي پمپیو سره په دغه سفر کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم مل دی.

هغوی به سبا سه شنبه د هند د بهرنیو چارو له وزیر، صدراعظم او دفاع وزیری سره ملاقاتونه وکړي.

یو شمېر کارپوهان وايي چې د دغو امریکايی چارواکو دا سفر د امریکا د هغو هلو ځلو یو برخه ده چې غواړي په سیمه کې د چین د مخ پر زیاتېدونکي ‌نفوذ په وړاندې ایتلافیان لا غښتلي شي.

چین په اسیا کې په سیاسي او پوځي برخو کې ورځ تر بلې پرمخ ځي.

پمپیو به له هند وروسته سریلانکا او مالدیف ته هم سفرونه کوي، دا هند ته نژدې دوه هغه هېوادونه دي چې چین په کې پانګونې کړې او یو لړ پروژې یې پلې کړي‌ دي.

پمپیو به اسیا ته خپل سفر په اندونیزیا کې پای ته ورسوي. اندونیزیا د جنوب-ختیځې اسیا په هغو هېوادونو کې شامله ده چې د چین د سویل سمندر کې د چین د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.