شاته

پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار په سفر بېلابېل غبرګونونه

پاکستان ته دحزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار درې ورځني سفر ځيني څېړونکي حيران کړي او ځينو ورته سخت غبرګون ښودلی او پوښتنې يې راپورته کړي.

د پاکستان د خارجه چارو وزات ښاغلي حکمتيار د دورې په اړه په خپل بيان کې ويلي “دا سفر به موقع رابرابره کړي چې په افغان سوله نظرونه شريک کړي او چې دا به د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه تعلقات ښه کړي”.

ګلبدين حکمتيار چې د ګل یا دوشنبې په ورځ يې د پاکستان د خارجه چارو د وزير شاه محمود قريشي سره وليدل، د صدر عارف علوي او وزير اعظم عمران خان سره به هم ملاقات کوي.

د پاکستان د وزارت د دې بيان چې د ښاغلي حکمتيار دوره به د افغان سولې د پاره ګټوره وي په ترڅ کې د افغان پارلمان غړی محمد ابراهيم غښتلی وايي، “حکمتيار په سوله کې هيڅ مهم رول نه لري هغه په ورستيو کې يواځې کړل شوی دی”.

ښاغلي غښتلي زياته کړه، “پاکستان غواړي چې حکمتيار د يواځيتوب نه رابهر کړي او وښايي چې هغه د سولې په بهير کې مهم رول لري”.

خو بل خوا د پاکستان څېړونکي په دې نظر دي چې د ګلبدين حکمتيار د دورې په ترڅ کې اسلام آباد غواړي دا پيغام ورکړي چې پاکستان په افغانستان کې کوم خاصه ‌‌‌‌‌‌ډله نه تايدوي او کومه خوښه ناخوښه نه کوي.

په دې اړه چې وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه د پخواني سفارتکار اصف دراني نه وپوښتل هغه وايي،“پاکستان غواړي چې ټولې ‌‌‌‌‌‌ډلې يو ځای شي او دا هم يو اهم پيغام دی چې پاکستان نه غواړي چې يوې ‌‌‌‌‌‌ډلې اړخ ته ځان وښايي”.

البته پاکستان تر اوسه نورو افغان ‌‌‌‌‌‌ګوندونو ته کومه سرکاري بلنه نه ده ورکړې کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د افغان جنګ په دوران کې په پاکستان کې جوړې شوې وې او د شوروي ځواکونو خلاف جنګېدلې.

يو بل افغان څېړونکی نجيب الله ازاد ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل چې پاکستان غواړي خپل سړی په کابل کې بيا په کار کړي او زياتوي “پاکستان نېغ په نېغه لا د بل په لاس کوښښ کړی چې خپل اثر وښايي خو د حکمتيار نه د طالبانو سره او نه د افغان حکوکت سره ښه تعلقات لري د هغه د سولې په بهير کې رول صفر دی”.

په سوشل مېډیا باندې هم پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار په روان سفر خبرې کیږي او یو شمېر افغانانو د پاکستان په سفارتي تګلارې تنقید کړی دی.

په ټویټر باندې د فردوس کاوش په نوم یو افغان لیکي، «پاکستان د یو حکومت د مشر په حیث د حکمتیار هرکلی کوي، هغه به د پاکستان له ټولو جګپوړو په اصطلاح منتخبو چارواکو سره ملاقات وکړي. ته وایې اوس هم هغه نیوېمه لسیزه ده او حکمتیار وزیراعظم دی. د پاکستان د اسټبلشمنټ پالیسي نه بدلیږي، حتا په تشریفاتو او ظاهري بڼې کې هم.»

ګلبدين حکمتيار د مجاهدينو په حکومت کې د صدر برهان الين رباني سره وزير اعظم ټاکلی شوی و خو د خپل منځي جنګونو د وجې ونه توانېد چې کابل ته ولاړ شي او نورو جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو سره سره د کابل په ورانولو تورن دی او د پاکستان ځينې ادارو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر نزدې ګڼل کيږي.

یاده دې وي چې په تېرو څو اونیو کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پاکستان حکومت په بلنه اسلام آباد ته سفر وکړ چې هغه سفر هم درې ورځېنی و او په ترڅ کې یې ډاکټر عبدالله د پاکستان له مشرانو سره ملاقاتونه وکړل. ويل کېده چې د افغان سولې اوربند په برخه کې به ښې پایلې ولري، خو له هغې سفر وروسته هم خاص پرمختګونه نه دي تر سترګو شوي او په ځای یې تشدد د ډیریدو په حال دی او په قطر کې هم د سولې مذاکراتي ټیمونو په خبرو کې خاص پرمختګ نه لیدل کیږي.

تر هغه وړاندې، په اګست میاشت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د یو شمېر طالب چارواکو سره د اسلام آباد په دوره تللی و.