شاته

نړیوال بانک د افغانستان سره د ۱۰۰ مېلین ډالرو د مالي مرستې اعلان کړی

نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلان کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې دا مرسته بې له عوضه دي او د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې مهم رول لري.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي امریکا غږ ډیوه راډيو ته وویل، چې نړیوال بانک په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره دغه ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالي مرسته اعلاڼ کړي ده.

ده زیاته کړه دغه پیسې به په دوو برخو کې مصرفیږي یو به د افغانستان بانک سره مرسته کیږي ،چې د مالي سیسټم د ثبات لپاره د بانکونو سره په قرضو باندې کار وکړي ، دوهمه برخه به یې د افغانستان د بودیجې له طریقه مصرفیږي ،ترڅو په خصوصي سکټور د کوجنیو وړو او منخنیو متشبیستو سره مرسته وشي.

د اقتصادي چارو شنونکي او په کوچنیو سوداګریو کې ښکیل کسان هم د نړیوال بانک دغه مرستې پرځای بولي او وایي چې دې سره به د افغانستان مالي سکټور پیاوړی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید قیاص سعیدي وي او اې ډیوه ته وايي ،چې خصوصي تشبساتو کې پخوا د قرضو کوم سیسټم نه ؤ، چې اوس به له دې مرستو سره د دوی ضرورتونه رفع او په کاروبارونو کې پراختیا راشي.

ده وویل دیری داسې خلک دي، چې هغوی په په خصوصي تشبساتو کې کار کوي ، دوی غواړي پورونه غواړي ؤ د هغوی سره د کوچنیو پورونو او حمايې کوم سیسټم نشته د خیاطۍ او داسې نور کورسونه لري ، خو پیسې ورسره نه وي ،نو که دوی دا پیسې د قرضې په ډول ورکړي نو تشویقي اړخ لري، کورنۍ اقتصاد ورسره ښه کیږي ، ملي اقتصاد ته ګټه لري او د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم رول لري.

محمد جواد چې په یو خصوصي کوچني سوداګریز مرکز کارکوونکی دی ډیوه راډيو ته وویل ،چې پخوا به مو له له یو او بل ځای څخه قرضې کولې چې وخت ناوخت به یې کاروبار او محصولات ټکني کیدل.

دی هیله لري چې ددغه بې له عوضه مرستو په شتون کې به یې ستونزې حل شي.

ده وویل د نړیوال بانک له مرستو څخه ډیره مننه کوو، موږ به د توکو رانیولو لپاره د نورو ځایونو څخه قرضه کوله او مواد به مو پرې رانیول، هیله مند چې دغه مرستې به د خصوصي صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ډیرې ښه ثابتې شي ، زموږ په څیر نور تولیدي او صنعتي فابریکو کارکوونکي به ورسره تشویق شي او په خپل کاروبار کې به یې پراختیا راشي.

د ښکیلو بنسټونو باورونو ته په کتو د دې پروژې پلي کېدل به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې چې اوس مهال افغانستان د کرونا ویروس له ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.