شاته

د وکیلانو تنظیم وايي په پاکستان کې د رای په ازادۍ د قندغنونو په ترڅ کې به د خبریالانو قانوني تحفظ کوي

د وکيلانو لوی تنظیم پاکستان بار کونسل ویلي په ملک کې د رای د اظهار دپاره د راتنګېدونکي چاپېريال په ترڅ کې د صحافيانو او د مدني فعالينو د تحفظ دپاره یې د جرنلسټک ډېفنس نومې اووه کسيزه کمېټي جوړه کړې ده.

پاکستان بار کونسل وايي دا کمېټي د ساېبر جرمونو د سخت قانون په ذريعه د صحافيانو د ځورونې، په ازاده ډول د صحافتي فريضو د مشکل کېدونکي صورتحال او د اظهار د ازادۍ د تروړلو پرضد د حکومت د مبينه تګ لارو په تناظر کې جوړه کړې شوې ده.

دا کمېټي به هغه صحافيانو سره وړيا قانوني مرستې کوي چې د خپلې دندې په لړ کې پرۍ مقدمې جوړې کړی شوي وي.

دا کمېټي په داسې وخت کې جوړه کړې شوي ده چې د خبریالانو د ازادۍ تنظیمونه وايي په پاکستاک کې د ازاد صحافت لمن ورځ تر بلې راتنګېږى او په دې ورستیو ورځو په حکومتي تګ لارو د تنقيد کونکو دريو خبريالانو ابصار عالم، بلال فاروقي او اسد علي طور پرضد د فساد خپرولو او د غدارۍ مقدمې درج کړی شوي او د مطبوعاتي ادارې جنګ ګروپ مشر مير شکيل الرحمان هم د تېرو شپږو مياشتو راهيسې په جېل کې دې.

د صحافيانو تنظيمونه د پاکستان بار کونسل دا ګام ستايي او هرکلی یې کوي.

پي اېف يو جې د هېواد د صحافتي صعنت د خراب حال ذمه وار نېغ په نېغه موجوده حکومت بللي.

د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت او وزير اعظم عمران خان په سنرشپ کې د حکومتي ککړتيا تورونه ردوي او وار په وار وايي چې هغوى په ازاده مېډيا مکمل باور لري.

د صحافيانو نړيوال تنظيمونه پاکستان د مودې راهسې د صحافيانو لپاره خطرناک هېواد بلي او ملل متحد هم په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د صحافيانو او بشري حقونو د فعالينو پرضد بريدونو او د تشدد نه په ډکو ګواښونو تشويش څرګند کړی و.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00