شاته

د ولسمشر غني ګوښه شوی سلاکار: ما ولسمشر په یوه کال کې نه دی کتلی

له دندو یو شمېر لرې شوي د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکاران وایي، په درېیو کلونو کې یې هم ولسمشر سره نه دي کتلي.

دوی وایي، یوازې له ټولنیزو رسنېو اورېدلي چې له دندو لرې شوي.

وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنېو کې د ولسمشر د ۱۷ سلاکارانو د ګوښه کېدو خبر ورکړل شول، یو شمېر ګوښه شوي سلاکاران وایي، څو ځلې یې اعتراض کړی و چې ولسمشر باید ورسره وګوري او مشورې یې واخلي خو وخت نه دی ورکړل شوی.

په ولسي چارو کې د ولسمشر تازه ګوښه شوی سلاکار محمد ایوب رفیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې له تېر یوه کال راهیسې ولسمشر سره نه دي کتلي.

هغه زیاته کړه: "ما دا خبر له مطبوعاتو واورېده، تراوسه مونږ سره هېڅ ډول اړېکه نه ده نیول شوې، ولسمشر هېڅکله زمونږ خبرو ته غوږ نه دی نېولی، ما ولسمشر په یوه کال کې نه دی کتلی، داسې چې کله ختم وي، یا ځینو پرانیستو کې مو کتلي، خو داسې چې په مهمو مسایلو زمونږ نظر واخلي مونږ نه دي کتلي."

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه سرچینه له ازادي راډيو سره په خبرو دا تاییدوي چې د ولسمشر ۱۷ سلاکاران له دندو ګوښه شوي دي.

دغه سرچېنه وايي، د ولسمشر دغه سلاکاران ځکه لري شوي چې کارونه یې ګټور نه وو.

سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې تازه په نړیوالو چارو کې د ولسمشر اشرف غني جګپوړی سلاکار سید حامد ګیلاني، د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر قطب‌الدین هلال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په چارو کې سلاکار وزیر احمد مشاهد، د خلکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر محمد ایوب رفیقي، د طبیعي سرچینو په چارو کې سلاکار وزیر شیر محمد جامي زاده او د پراختیا او څېړنو په برخه کې سلاکار وزیر شاه‌محمد څرګند له دندو ګوښه کړل شوي دي.

همدا ډول د سوداګرۍ په چارو کې سلاکار وزیر سیروس علاف، د لوړو زده کړو په چارو کې سلاکار وزیر نجیب‌الله خواجه‌عمري، د محبوسینو حقوقو ته د رسېدنې په چارو کې سلاکار وزیر خلیل‌الله زمری، د سیمې او سیاست په چارو کې سلاکار وزیر عبدالرحمن هوتکي، په ټولنیزو چارو کې سلاکار وزیر پیغمبر‌ قل دوغن، د ښځو په چارو کې سلاکار وزیر ګلالۍ اڅکزۍ، د ادارې په اصلاح کې سلاکار وزیر عزیزالله آریافر، په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې سلاکار وزیر محمد عزیز بختیاري، د دیموکراسۍ د ځواکمنتیا په چارو کې سلاکاره وزیره لیلا احراري، په ټولنیزو چارو کې سلاکار وزیر همایون جریر او د سیمو په کچه په قومي چارو کې سلاکار وزیر بسم‌الله روحاني هغه کسان دي چې د ولسمشر اشرف غني له لوري تازه له دندو لرې شوي.

په ټولنیزو چارو کې لرې شوی سلاکار وزیر همایون جریر له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا یوه سیاسي پرېکړه وبلله.

هغه زیاته کړه: "دا یوه ټيمي او سیاسي پرېکړه ده، ځکه لرې شوي سلاکاران ټول پېژندل شوي او وړ کسان دي خو ځکه ګوښه کېږي چې د ارګ پرېکړې نه مني،د ارګ دا پرېکړه یوازې سیاسي بڼه لري."

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود بیا وایي، اکثره دغه سلاکاران د مصلحتونو بر بنسټ غوره شوي وو.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

هغه زیاته کړه: "زما په اند دوی اکثره د سیاسي مصلحت په اساس مقرر شوي وو، دغه مشاورینو چې په دومره وخت کې کار کړی، په خواشینۍ سره چې دوی ګټور کار نه دی کړی.

هڅه مو وکړه څو د افغان سلاکارانو د شمېر او د هغوی د معاشونو دقیقه اندازه پیدا کړو خو جمهوري ریاست او د افغانستان د مالیې وزارت په اړه معلومات ورنه کړل.

تر دې وړاندې بیا د مالیې وزارت پخواني ویاند عبدالقادر جیلاني ازادي راډیو ته ویلي و چې د ولسمشر د هر سلاکار معاش دوه سوه زره افغانۍ دی.

سیاسي شننونکي وايي، اکثره سلاکاران د سیاسي جوړجاړي له امله ګمارل شوي چې کارونه یې ګټور نه دي.