شاته

عبدالله عبدالله سبا (ګل/دوشنبه) د پاکستان سفر کوي

د افغانستان د ملي مصالحتې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع د تعقیب او له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په هدف سبا د ګل/ دوشنبې په ورځ د دغه هیواد سفر کوي.

د ملي مصالحتې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل چې ښاغلی عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هیواد ته سفر کوي. خوځون زیاته کړه چې په دې سفر کې به د عمران خان سربېره د یو شمېر نورو پاکستاني مقاماتو او سیاستوالو سره وګوري.

خوځون وایي، چې ددې سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او پراختیا، د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع تقویت او د همکاریو راجلبول دي.

خوځون که څه نه وایي چې په دې سفر کې به د عبدالله عبدالله سره نور څوک سفر کوي، خو زیاتوي، چې په دې سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم وجود لري.

د افغانستان د مصالحتي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په داسې وخت د پاکستان سفر کوي چې دوه ورځې وړاندې (د جمعې په ورځ) د افغانستان صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرتو د شروع کېدو او په افغانستان د اوربند په موضوع په ټېلېفون خبرې کړې وی.

عمران خان سره د افغان صدر اشرف غني د خبرو په اړه ارګ یا د افغان صدارتي ماڼۍ په وېب پاڼه ووېل شوي وو،‌ چې دواړو مشرنو د ټېلې فون د لارې " د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې. "

د بیان ترمخه؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهور رئیس غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د جمهور رئيس له بلنې څخه په مننې يې زياته کړه، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي."

د افغان صدر سره د عمران خان په ټېلې فون د خبرو په اړه د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل چې صدر اشرف غني او عمران خان په قطر کې د پېل شویو بېن الافغان مذاکراتو او په افغانستان کې د سولې په موضع خبرې وکړې.

د بیان ترمخه عمران نه یوازې د بېن الافغان مذاکراتو ملاتړ تکرارکړو بلکې په دې خبره یې هم زور واچوولو په افغانستان کې تشدد د کموولو او ډزبندۍ دپاره دې هم هلې ځلې وشي.