شاته

د ناټو استازی: هیله ده طالبان پوه شي چې تیر وخت ته بیرته تګ نشته

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو​ وايي طالبان باید پوه شي چې تیرو ۱۹ یا ۲۰ کالو ته د بیرته تللو لاره نشته او افغانان باید داسې حکومت جوړ کړي چې دواړو خواو ته د منلو وړ وي.

ستیفانو پونتیکورو ویلي چې د سولې توافق کې باید تیرو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي: "سوله ارزښتمنده ده چې هغه کې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي، د شځو حقوق، د خلکو حقوق په ټوله کې بشري حقوق، د رسنیو ازادي، دا یوازې هغه څه دي چې د تلپاتې سولې ټینګېدو لامل کېدایشي."

د ناټو ملکي استازي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ناټو په افغانستان کې د د بیان او د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي او هیڅکله به د داسې حکومت ملاتړ ونکړي چې د رسنیو ازادي محدوده کړي.

د تاوتریخوالي کمول او باور رامنځ ته کول

ښاغلي پونتیکورو د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې مذاکرات واقعي وبلل، خو وویل چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او د منلو نه ده.

هغه همداشان وویل چې که طالبان ادعا کوي چې د افغانستان د ولس په هکله اندیښمن دي، باید د سولې د بهیر لپاره اعتماد رامنځ ته کړي او تاوتریخوالی راکم کړي.

نوموړي زیاته کړه چې "د سولې بهیر به له ستونزو ډک وي، خو که چیري باور نه وي څو ځله به ستونزمن وي د تاوتریخوالي کمېدل د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړولو په معنی دي."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني هم تیره اونۍ هیله وښوده چې د سولې روان مذاکرات کامیاب شي او وار دمخه یې پلانونه نیولي چې څنګه طالب جنګیالي په ټولنې کې مدغم کړي.

هغه له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې متحده ایالات او ناټو یوځای افغانستان ته تللي زاو ماموریت پرمخ وړی او سره به یوځای له دغه هیواد نه ووځي: "نو داسې مسله نشته چې امریکا دا ځای خوشې کړي او ناټو پاته شي."

د طالبانو ادغام

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، په افغانستان کې د سولې تر توافق وروسته که چیري له دغه سازمان څخه د طالب جنګیالیو د «ادغام» برخه کې د رول لوبلو غوښتنه وشي، له دغه بهیر سره به مرسته وکړي.

ستیفاو پونتیکورو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ناټو به د طالب جنګیالیو د ادغام په برخه کې څه رول لوبولی شي، وویل: "که چیري په لوړه کچه غوښتنه وشي، موږ لیواله یو چې امنیتي سکتور ته مشوره ورکړو او مرسته وکړو، که چیري د هغه معنی د طالب جنګیالیو جلب وي او د مرستې غوښتنه وکړي، موږ مرسته کوو."

هغه وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ احتمالي توافق د ناټو له خوا برسي کیږي چې په وینا یې که چیري د ناټو له غوښتونو سره سم و، له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او که چیري نه و افغانستان به زیان وویني.

هغه په افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمېر د «۴۰زرو او ۶۰زرو» ترمنځ‌ یاد کړ او زیاته یې کړه چې باید د "هغوی یتیمانو ته هم رسېدګي وشي. افغان ماشوم په طالب او غیر طالب نه ویشل کیږي".