شاته

دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي برید علتونه څه وؤ؟ دپلټنو دکمیشن رپورټ مخې ته راغلو

پېښور کې په ارمي پبلک اسکول د شوي ترهګریز برید د پلټنو دکمیشن رپورټ کې ددغه پېښې علت کمزوری امنیت یاد کړل شوی اؤ ویل شوي چې وړاندې نه د ګواښونو دموجودیت باوجود دامنیت ساتونکو شمیره کمه وه اؤ هغوئ په ناسمو ځایونو هم ودرول شوي وؤ.

دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي برید کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو په دې رپورټ خپل غبرګون کې تور لګولی چې رپورټ کې اصل ذمه واران نه دي په ګوته کړل شوي اؤ نه دا ښودل شوې ده چې ترهګرو سره چا همکاري کړې وه اؤ چا ورته لاره ورکړې ده؟

دپاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي برید دپلټنو دپاره دجوړ کړل شوي کمیشن د رپورټ عام کولو امرکړی چې له هغې وروسته ددغه رپورټ ځېنې برخې په رسنیو مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د چاودنو اؤ سختو ډزو په منځ کې امنیت ساتونکي وارخطا اؤ پرځائ ولاړ پاتې شوي وؤ اؤ دغسې دپېښې په مهال ترهګر داسکول د شا لوري څخه پرته د کوم مزاحمت اسکول ته ننوتلي اؤ ماشومان اؤ دسکول مامورین یې وژلي وؤ.

د رپورټ‌ له مخې که چرې امنیت ساتونکو مزاحمت کړی وی نو کیدای شي چې دې پېښه کې دومره ډیر انسانان نه وؤ وژل شوي .

د ارمي پبلک اسکول دامنیت ساتل دپاکستان دپوځ مسولیت دی خو څېړونکي وایي اړینه نه ده چې پوځ دې داسکول امنیت پخپله وساتي اؤ هغوئ کولی شي په عامو ساتونکو داسکول امنیت ټینګ کړي

رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په غدارۍ سره په امنیت ساز باز شوی اؤ د ترهګرۍ دغه پلان کامیاب شوی ؤ.

د پېښور په ارمي پبلک اسکول په کال 2014م کې پاکستاني طالبانو بريد کړی ؤ، په دې ترهګر بريد کې د 150 پورې داسکول ماشومان،استاذان اؤ مامورین وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې د سکول زده کوونکي وو.

ددې پېښې د پلټنو دپاره دسپریم کورټ دمشر قاضي په امر د پېښور هائیکورټ د جج محمد ابراهیم په مشرۍ یو کمیشن جوړ کړی شوی ؤ اؤ دغه کمیشن خپل رپورټ سترې محکمې ته څو کاله مخکې وړاندې کړی ؤ خو تراوسه د رپورټ جذئیات مخې ته نه وؤ راوړل شوي

په پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو میندو اؤ پلرونو دسترې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې باید ددغه پلټنو جذئیات مخې ته راوړل شي ترڅو معلومه شي چې دا پېښه دکومو علتونو له امله مخې ته راَغلې اؤ پړه یې په چا پریوځي.

دجمعې په ورځ دسترې محکمې دامر نه وروسته د پلټنو دکمیشن رپورټ مخې ته راغلی اؤ په دغه رپورټ کې ویل شوي چې په برید کې لاس لرونکي ترهګر دافغانستان څخه په احتمالي ډول د کډوالو په جامه کې دلته راننوتي وؤ اؤ هغوئ ته د ځائ خلکو مرسته هم ترلاسه وه چې دا یو نه بخښونکی جرم دی.

رپورټ وایي هرکله چې خپله وینه غداري وکړي نو نتیجې یې ډيرې خطرناکې وي ،هیڅ یوه ایجنسي دداسې بریدونو مخه نه شي نیولی چې دښمن پکې له کوره وي.

رپورټ کې ویل شوي دپېښې په مهال ترهګرو دامنیتي عسکرو د تیرویستلو په موخه یو ګاډی سوځولی ؤ اؤ داسکول په امنیت مامور عسکر ددغه ګاډي په لوري ورغلي وؤ اؤ ترهګرو داسکول دننه خپل عملیات کول.

رپورټ وایي وروسته سیمه کې په ګزمه بوخت نور عسکر دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دترهګرو مقابله یې کړې ده.

د رپورټ په اساس نیکټا د وړاندې څخه دترهګرو له لوري په عسکري مرکزونو،چارواکو اؤ دهغوئ په کورنیو داحتمالي بریدونو خبرداری خپور کړی ؤ چې ددغه خبرداري نه وروسته پوځ دترهګرو په ضد کارروایۍ پیل کړې خو دای پي ایس پېښې دپوځ بریالیتوبونه داغژن کړل .

دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي برید کې د یو وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ایډوکیټ په دې رپورټ خپل غبرګون کې ویلي دې پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو دپلټنو دکمیشن درپورټ مخې ته د راوړلو غوښتنه ځکه کوله چې حقائق مخې ته راشي.

خو هغه وایي چې کوم خلک ددې پېښې اصل ذمه وار دي اؤ د ماشومانو والدینو پرې ګوتې پورته کولې دهغوئ نومونه ددې رپورټ نه په بشپړ ډول ویستل شوي اؤ هغوئ بیخي پاک ګرځول شوي دي.

فضل خان ایډوکیټ وایي مونږ چې کوم خلک ددې پېښې ذمه وار ګڼو هغوئ ددې رپورټ نه ویستل شوي دا یو داسې فرضي شان رپورټ دی مقصد یې اصل کسان ژغورل اؤ خوندي کول دي.

هغه وویل مونږ هغه اصل رپورټ مخې ته راوستل غواړو چې پکې واضحه وي چې ددې برید ذمه وار څوک دي، چا نه خپلو فرائضو کې کوتاهي شوې ده، چا ترهګرو سره مرسته کړې اؤ چا ورته لاره ورکړې ې وه ؟

هغه غوښتنه وکړه چې باید ددې پېښې اصل ذمه واران مخې ته راوستل شي اؤ هغوئ ته دې سختې نه سخته سزا ورکړل شي چې ائنده کې د قام بچي بیا داسې په بې دردۍ ونه وژل شي.