شاته

'د طالبانو د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره میدان وردګ ته کمانډو ځواکونه لېږل شوي'

د افغانستان دفاع وزارت وايي د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دفاع وزارت نن جمعه سپټمبر۲۵(تلې ۴مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د یادو تازه دمه ځواکونو ځای پر ځای کېدو سره به په دغه ولایت کې امنیتي کمربندونه نور هم پیاوړي شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه امنیتي تدابېرو په لړ کې په میدان وردګ کې نوي امنیتي پوستې او بیزونه جوړ شوي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده.

تازه دمه افغان کمانډو ځواکونه پر داسې مهال په میدان وردګ ولایت کې ځای پر ځای کیږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

وړمه ورځ د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ میلر کندهار ته د سفر پر مهال هم دا خبره وکړه.

لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ویلي چې وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول بریدونو ته زور ورکړی دی.

نوموي زیاته کړې وه: "طالبان د روانو مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کوي او د سړک غاړي او پرسونل ضد ماینونو په شمول یې خپلو حملو ته شدت ورکړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابي هم ویلي وو: "زموږ قوتونه په دفاعي حالت کي قرار لري ولي طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړي او ډیرې کړي یې دي، خو د هیواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کي غاښ ماتوونکي جواب ویلي او دښمن یې هدف ته تر رسیدو مخکي له منځه وړي."

افغان امنیتي چارواکي او د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال د طالبانو لخوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوي چې په دوحه کې شااوخوا ۱۳ ورځې مخکې د «افغانستا د سولې مذاکرات» پيل شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په دې وروستیو کې ویلي چې د سولې خبرو له پیلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم وړمه شپه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مجمع ۷۵یمې ناستې ته انلاین وینا کې ویلي چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمېدل او اوربند دی.