شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه سپټمبر ۲۵ (تله څلورمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۹۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۱۸۶ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۵۱ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۱۹ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو که روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۲ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۸۳زره نور ورڅخه مړه شوي دي.