شاته

چین زرګونه جوماتونه ویجاړ کړي‌ – اسټرالیایي بنسټ

د اسټرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ نن جمعه سپتمبر ۲۵‌(میزان ۴) ویلي چې چینایي چارواکو په شین ژیانګ ایالت کې په زرګونو جوماتونه ویجاړ کړي دي.

دغه اسټرالیایي بنسټ راپور ورکړی چې د سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو مستندو عکسونو په اساس، شاوخوا ۱۶ زره جوماتونه په چین کې په بشپړ توګه تخریب شوي او یا یې ځینې برخې ویجاړې شوي دي.

د شین ژیانګ په ایالت کې هغه جوماتونه چې په بشپړ توګه ویجاړ شوي نه دي او یواځې ځینې ګنبدې او منارونه یې له منځه تللي د ۱۵۵۰۰ په شمیر کې دي.

که چیرته د دغه بنسټ معلومات سم وي نو د ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې دا به لومړی ځل وي چې مسلمانان به په چین کې د عبادت دومره کم ځایونه ولري.

د چین حکومت ددغه اسټرالیایي بنسټ راپور درواغ بللی او هغه یې د اکاډمیک پلوه بې اعتباره ګڼلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي چې په دغه سیمه کې ۲۴۰۰۰ جوماتونه موجود دي.‌

دغه استرالیایي بنسټ په شین ژیانګ ایالت کې د حکومت له لوري د زندانو (توقیف ځایونو) اعلان شوی شمیر هم کم بولي او وايي‌ چې دوی په عکسونو کې ددغه شمیر څخه ډیر زندانونه موندلي او لیدلي دي.

د بشر د حقونو بیلابیلو مدافعو ډلو هم په وار وار د چین په شمال غرب کې بیلابیلو کمپونو کې د اویغور او نورو ترک ژبو لکګیو باندي، چې ډیری یې مسلمانان دي، د زور زیاتي په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.‌