شاته

افغانستان کې د کروناویروس لاهم په زیاتیدو دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او پنځه تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن پنجشنبه سپټمبر ۲۴ (تله درېیمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۱۷۰ ته ورسېد.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۴۵۱ تنو ته لوړ شو.

د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۱۹ تنه بیرته جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې یو ځل بیا ویلي و که چیري روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۷۶زره نور ورڅخه مړه شوي دي.