شاته

طالبانو د صدر اشرف غني د مرستیالانو څرګندونې رد کړي 

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تیره ورځ د سولې نړیوالې ورځې په مراسمو کې ویلي چې طالبان د اسلام څخه سم درک نلري.

خو طالبان یې په غبرګون کې وایي د اشرف غني مرستیالان د یوه خاص پلان له مخې د دوی پرضد پروپاګند او ناسمې څرګندونې کوي او افغان سیاسي شنونکي دا ډول څرګندونې پارونکي بولي.

طالبانو د امرالله صالح د تېرې ورځې او سرور دانش د اتوار، یکشنبې، د ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغوی له اسلامي احکامو څخه په سم ډول درک نه لري، نو ځکه یې پرضد ناسمې څرګندونې کوي.

تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ارګ کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې ناستې ته وویل چې طالبان له اسلام څخه سم درک نه لري او د دین خلاف چارې ترسره کوي.

د افغانستان د تاریخ په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هغو څرګندونو چې د یکشنبې پر ورځ یې بامیانو کې کړې وې، پر خواله رسنیو سخت غبرګونه راپارولي دي.

ګڼو کسانو سرور دانش د "سدوزیو او محمدزیو" واکمنانانو او تاریخ ته په "سپکاوي" تورن کړی او له هغه يې غوښتي چې بخښنه وغواړي. د ښاغلي دانش د خبرو هغه برخه د غبرګون سره مخ ده چې پر افغانستان يې د "سدوزیو او محمدزیو" واکمني "زورواکي او دیکتاتوري" بللې.

سیاسي شنونکي وایې چې د دا ډول څرګندونو په داسې یو حساس وخت کې چې په دوحه کې بین الافغان خبرې روانې دي منفي اغیزې کولای شي.

فضل الرحمان اوریا وایي د دا ډول څرګندونو موخه روښانه ده او دوی د سولې لپاره خنډ او د خلکو په اذهانو کې ځای پیدا کول بولي

ښاغلی اوریا زیاتوي"د دوی اساسي موخه له دې څخه داده ، چې د سولې پروسه ګډه وډه کړي، د سولې پروسې پر وړاندې خڼډونه اون ستونزې رامنځته کړي ،او تر یوې اندازې پورې که وکولی شي ، په دې سره د خلکو په اذهانو کې ځانته ځای پیدا کړي پر همدې اساس ورته څرګندونې کوي"

سیاسي شنونکی نصرت الله حقپال وایي د غني لومړي مرستیال او دوهم مرستیال دا ډول څرګندونې کولای شي د سولې په خبرو منفي تاثیر ولري او په داخل کې د بې اتفاقي لامل شي. هغه زیاتوي" وار له مخې دا دغه پروسه د خنډ او ځنډ سره مخ ده خو دا خبرې به لا بې اعتمادي رامنځته کړي، او د ولس تر منځ به درځ رامنځته کړي، که دوی ګریوان کې سر ښکته کړي نو هغه منفي اغیز چې لری هغه درک کولای شي ځکه زموږ ولس یو ولس دی، خو تل دغو د خپلو ګټو او د قدرت په خاطر د قوم ژبې او د نورو مسایلو پر وړاندې تحریک کړي "

دا په داسې حال کـې ده چې په قطر کې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو ۱۰مه ورځ ده، خو تر اوسه د اوربند یا تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ خبر نه‌ شته.