شاته

بیلاروس کې د لاریونونو دوام؛ پولیسو سلګونه اعتراض کوونکي نیولي

د بیلاروس پولیسو په پلازمېنه مینسک کې سلګونه ښځینه اعتراض کوونکې نیولې دي.

دغه ښار کې پرون زرګونه ښځو لاریون وکړ او د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه یې کوله.

په مینسک کې زرګونه ښځو لاریون وکړ او د لنډ وخت لپاره یې د لاریونونو ضد پولیسو سره، چې لاره یې بنده کړې وه، شخړه وکړه.

پرون شنبه دغلته پولیسو چې تور رنګه یونیفورم یې اغوستی و، په بیړې سلګونه ښځې د پولیسو موټرو ته پورته کړې.

ښځو سره او سپین رنګي بیرغونه لېږدول، دا هغه بیرغونه دي چې د دولت د مخالفت په سمبول بدل شوي او ګرځېدل یې منعه شوي دي.

ښځو دا چیغې وهلې چې ( له یاده به ونه باسي) او ( بخښنه به ونه کړي).

دا د ښځو تازه مظاهره وه، دغو ښځو د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوله، هغه چې له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی.

دغه لاریونونه وروسته له هغه پېل شوې چې بیلاروس کې د اګسټ د نهمې په ټاکنو کې ځایي کمېسیون الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان کړ.

د لوکاشینکا مخالفان او لویدیځ هېوادونه د بیلاروس ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

د راپورونو له مخې، د لاریونونو له پيله تراوسه زرګونه کسان نیول شوي او وهل ډبول شوي دي.

د اپوزیسیون نژدې ټول کلیدي مشران د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او یا نیول شوي دي.

د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ هم سلګونه ښځو په مینسک کې لاریون وکړ او له پولیسو سره په شخړه واوښتل.

د بیلاروس د دولت سیاسي مخالفان تر ډېره ښځې دي.

په دوی کې د ولسمشرۍ ټاکنو نومانده سویتلانا تیخانوفسکایا او د همغږۍ شورا غړې لکه ماریا کالسنیکاوا او لیلیا ولاسوا هم شاملې دي.

تیخانوفسکایا ګاونډي هېواد لیتوانیا ته پنا وړې، دې بیلاروس کې د ښځو له پروني لاریونه مخکې د خپل هېواد ښځې وستایلې او هغوی یې زړه ورې وبللې.

دې وویل، دغه ښځې له ګواښونو او فشارونو سره سره لاریونونو ته دوام ورکوي.