شاته

د دفاع وزارت: په کندز کې دیرش طالب جنګیالي ووژل شول 

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د شنبې په ورځ سپتمبر۱۹ (وږي۲۹) په کندز کې په یو هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌چې وسله والو طالبانو د خان آباد په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې په متقابل ځواب کې د قاري‌عبدالرزاق او مولوي‌عباس په نومونو د طالبانو د دو مشرانو په ګډون یې ۳۰ تنه طالبان ووژل او اته نور یې‌ ټپي کړل.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې طالبانو ته دا تلفات د افغان ځواکونو په هوايي برید کې اوښتي دي. خو طالبانو ویلي دي چې په دغه برید کې دوی ته زیان نه دی رسېدلی بلکې ملکیانو ته زیان رسېدلی دی.

په سیمه کې روغتیايي مسولینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د ولسي خلکو درې مړي او درې زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په هوايي برید کې ولسي خلکو ته زیان ند رسېدلی خو د ولسي تلفاتو د ادعاو په اړه به پلټنې وکړي.

په همدې حال کې د پکتیکا د امنیت امر محمد آصف توخی او د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال محمد ایوب غروال د سړک غاړې ماین په چاودنې او وسله وال برید کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو یوازې پر محمد اصف توخي د برید مسولیت منلی دی.

له افغانستان څخه د ناامنیو خبرونه داسې مهال راځي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاویو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. همدا نن ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند ورکړي.