شاته

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو خو چارواکي د هغې د ځورونکو په اړه چپ پاتې دي.

په ازبکستان کې د یوې ځوانې ښځې پر وړاندې تورونه لغوه شول چې ګواکې هغه دوه سړي یې وهلي وو چې دا يې په جنسي توګه ځورولې.

په ازبکستان کې یوه ۲۳ کلنه ښځه، ګل صنم علیجانوفا ښايي په پنځو کلونو بند محکومه شوې وای.

پر دې تور وو چې هغه دوه سړي يې وهلي چې دا یې په جنسي توګه ځورولې.

خلک حیران دي چې ایا پر علیجانوفا د دغو کسانو د وهلو په خاطر په پولیسو کې قضیه ثبت شوه یا که له دې خاطره چې د ازبکستان په سړي سالاره ټولنه کې یوه ښځه د نارینه وو پر وړاندې ودرېده.

د علیجانوفا پر وړاندې د تور پورې کېدو خبر د سپتمبر په اتمه خپور شو که څه هم دا پېښه د جون په پنځه ویشتمه شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه معلومات خپاره کړل.

د کورنیو چارو وزارت د ویبپاڼې په یوه اعلامیه کې داسې ویلي، د جون په پنځه ویشتمه نېټه علیجانوفا قصداً د ټولنې له اصولو په سرغړونه پرته له دلیله یو ۳۳ کلن سړی وواهه او دې همداراز خپل مجرمانه اقدام ته د یوه ۳۰ کلن سړي پر ضد هم دوام ورکړ.

پر علیجانوفا د قانون د ۲۷۷یمې جنايي جرمونو د مادې له مخې د خلکو د وهلو ډبولو قضیه ثبت شوه.

یوې پخوانۍ خبریالې نیکیتا ماکارینکو د سپتمبر په اتمه پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل، یوې ۲۳ کلنې نجلۍ دوه سړي وروسته له هغه ووهل چې دا یې په جنسي توګه وځوروله.

ډېری خلکو پر ټويټر د علیجانوفا ملاتړ وکړ او وروسته د دې په اړه نور معلومات خپاره شول.

دې ګازیتا ویبپاڼې ته وویل چې له خپلې وریندارې او د هغې د لس میاشتني کوچني سره انديجون سیمې ته روانه وه.

دوی د باندې ولاړې وې او وریندارې يې غوښتل یو ټيکسي ونیسي.

په همدې حال کې یو موټر راغی او ناستو کسانو یې خندا پیل کړه او دې ته یې اشارې کولې.

کله چې علیجانوفا دوی ته ځواب ورکړ، هغو کسانو دې ته ښکنځل پیل کړل خو څو شیبې ورسته له هغه ځایه په خپل موټر کې لاړل.

کله چې علیجانوفا له خپلې وریندارې سره په ټیکسي کې کيناسته، موټر چلوونکي ته یې وویل چې د دغو کسانو موټر تعقیب کړي.

ټیکسي تر هغوی ورسېد او د علیجانوفا او دغو کسانو تر منځ لفظي شخړه راغله خو په هغوی کې یوه کس د دې کمیس کش کړ او دې په عکس العمل کې هغه وواهه.

وروسته څرګنده شوه چې علیجانوفا د تیکواندو اتله ده او پر نړیواله کچه سیالۍ کوي.

دا کراټې او سوکوهنه هم کوي.

د ازبکستان د ولسمشر د لور سعیده میرضیايېفا په ګډون د بشري حقونو مدافعینو او نورو کسانو د علیجانوفا ملاتړ وکړ او د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په څوارلسمه پولیسو د دې پر وړاندي شکایت بېرته لغوه کړ.

خو تر اوسه له هغو دوو کسانو نه پولیسو او نه بل چا پوښتنه کړې چې دا ستونزه یې پيل کړې وه.

علیجانوفا په فزیکي توګه د ځان دفاع کولای شوای خو په منځني ختيځ هېوادونو کې دا د ښځو لپاره معمول نه دی او ښځې له بېلابېلو فزیکي او رواني ځورنې سره مخامخ وي.