شاته

طالبان: بندیان مو د جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي؛ صدیقي: د طالبانو ادعا بې اساسه ده

طالبانو ادعا کړې ده چې د پلچرخي زندان څخه د دوی د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر "د جدي امنیتي خطر" سره مخامخ دی، خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند د طالبانو دغه ادعا "بې ځایه او بې بنسټه" ګڼلې ده.

د طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې: "یوه داعشي ډله د کابل ادارې د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته، د هماهنګي او همکارۍ اراده لري چې په هغو نقلیه وسائطو برید وکړي چې د پلچرخي له زندان څخه به پاتې بندیان انتقالوي."

پدغه اعلامیه کې همداشان ادعا شوې ده چې هغوی غواړي په دې برید سره د مذاکراتو پروسه مختل کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چي: "د طالبانو د پاتې يو شمېر بندیانو د امنیت تامین د څرنګوالي په اړه د طالبانو ډلې وروستي تورونه بې مورده او بې اساسه دي. د افغانستان حکومت په دې برخه کې له وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي او طالبان باید د دې ډول اعلامیو له خپرولو ډډه وکړي."

ټاکل شوې چې د افغانستان حکومت ۴۰۰ طالب بندیان چې د افغان مقاماتو په وینا "سخت جرمونه یې" کړي وو، د سولې د مشورتي جرګې د مشورې په اساس له بنده خوشې کړي.

د امریکا- طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې لاس لیک شوه د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي او طالبان هم ۱۰۰۰ دولتي بندیان ازاد کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول چې ویل کیږي "حق العبدي ادعاوی" پرې شته د ده د صلاحیت په چوکاټ کې او باید د مشورتي لوی جرګې استازي یې په اړه تصمیم ونیسي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د مشورتي لوی جرګې له تصمیم نه یوه ورځ وروسته ښاغلي غني د هغوی د خوشې کولو فرمان لاس لیک کړ.

صدیق صدیقي د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې نه ۱۵۶ تنه یې د مخدره توکیو د قاچاق محکومین دي او ۵۶ تنه یې په اعدام محکوم شوي دي.

تمه کیږي چې د بندیانو د خوشې کولو د بهیر په بشپړیدو سره په قطر کې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.