شاته

د بابړې په پېښه د بخښنې نه، زمه وارو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوو، میا افتخار

عوامي نيشنل ګوند وايي په کال 1948م کې چې د چارسدې په بابړه د 600 نه زيات کوم پښتانه وژل شوي وو، دوی د هغو وژل شوؤ دپاره د بخښنې غوښتنه نه کوي بلکې په دغه ظلم کې ککړو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د بابړې د پېښې د 72م تلين نمانځلو په لړ کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان او د ګوند جنرل سيکرټري ميا افتخار حسېن د بابړې ياد ګار ته ورغلي دي.

د بابړې د پېښې په ياد کې د راجوړې دستورې په مهال ميا افتخار حسېن وويل، په بابړه کې چې کوم ظلم شوی ؤ کوم پښتانه وژل شوي وو، دوی او د وژل شوؤ کورنۍ د بخښنې يا معافۍ غوښتو غوښتنه نه کوي چې د دوی نه دې بخښنه وغوښتی شي بلکې دوی په دې پېښه کې ککړو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

هغه وويل دوی اوس هم غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنې دې وشي او ککړو ته دې ځکه سخته سزا ورکړی شي چې بل څوک بيا داسې ظلم ونه کړي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، په 12م اګست 1948م د پښتنو مشرانو په دې خاوره د حیا، عزت او د پښتو د ژوند دپاره د وينې قربانې ورکړه.

هغه وايي په دغه لار کې ډېر مزل شوی خو ډېر مزل کول اوس هم پاتې دي.

نن په 12م اګست د بابړې د پېښې د ياد په لړ کې په ټولنيزو رسنیو ټويټر د #BabarraMassacre1948 هېش ټېګ هم چليږي چې پکې خلک د دغه پېښې په اړه څرګندونې کوي، دا پېښه د پښتنو د کربلا په نوم يادوي او وايي چې دا ظلم به کله هم هېر نه کړي.

اېمل ولي خان په يو ټويټ کې ویلي، دوی د بابړې په پېښه کې وژل شوؤ ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي او لوظ کوي چې دغه سفر به هم داسې دوامداره ساتي.

په بابړه کې څه شوي ؤ؟

په 12م اګست 1948م خدای خدمتګارو د باچا خان او د هغه د ملګرو د نیولو پرضد يو پرامنه لاريون د چارسدې بابړې ته راوستی ؤ خو عوامي نيشنل ګوند تور لګوي د هغه وخت د صوبې وزيراعلی قيوم پوليس ته امر کړی ؤ چې دغه خلک جلوس ته پرې نه ښودل شي او په دوی یې د نېغو ډزو کولو امر کړی ؤ.

عوامي نيشنل ګوند وايي په دغه پېښه کې د شپږ سوه نه زيات کسان وژل شوي او بيا حکومت د وژل شوؤ د کورنيو نه هغه تاوان هم اخستی ؤ کومې ګولۍ چې په دوی ورورل شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی