شاته

افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۳۷۳۴۵ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۶ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۱۰ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه اګست۱۲ (زمري ۲۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۱۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۳ په کابل، ۲۶ هرات، ۱۵ کندهار، ۱۵ بلخ، ۴ تخار، ۲ ننګرهار، ۲ بدخشان، ۳ نیمروز، ۳ دایکندي او ۳ په لغمان ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۳۴۵ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو هرات، تخار، کندز او غور کې د کرونا ویروس له امله ۱۰ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۵۴ تنو ته پورته شوو.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې له کرونا ویروس څخه ۲۷۹ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۶۹۴ تنو ته پورته شوو.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته یې په چټکۍ سره خپور شوو.

د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۴۱زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.