شاته

روسیه کې د کروناویروس د واکسین د عاجل تولید په وړاندې غبرګونونه 

روسي مقاماتو په هغه هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیقولو سره پداسې حال کې موافقه کړې چې پر انسانانو یې د ازمایلو یواځې څه کم دوه میاشتې تیریږي.

یو شمیر هیوادونه او روغتیایي متخصصین پدې باور دي چې ددې واکسین د تولید لپاره له پوره احتیاط نه کار ندی اخیستل شوی او ددې امکان شته چې ددې واکسین د ازمایلو یو شمیر اړین پړاونه په پام کې نه وي نیول شوي.

روسي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) پداسې حال کې چې ددې واکسین په هکله یې رامنځ ته شوې اندیښنې «بې بنسټه» وګڼلې وویل چې ددې واکسین لومړۍ جوپه به د روغتیایي کارکوونکو لپاره په دوو اونیو کې برابره شي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د سه شنبې په ورځ د کابینې په یوه ویدیویي غونډه کې وویل دغه واکسین چې د مسکو د ګومالي څیړنیز مرکز له خوا جوړ شوی ټول لازم ازمایشونه یې تیر کړي او د کروناویروس په وړاندې د "ثابت معافیت" سبب شوی دی.

د اسرائیل د روغتیا وزیر ویلي چې هیواد به یې د روسیې کروناویروس ضد واکسین وازمایي او که ثابته شي چې دا یو «جدي تولید» دی د اخیستلو لپاره به د هغه هیواد سره خبرې پیل کړي.

فلیپیني ساینس پوهان د چهارشنبې په ورځ روسیې ته رسیدلي او غواړي چې د روسي ساینس پوهانو سره وګوري چې دغه واکسین یې جوړ کړی. فلیپین غواړي چې ددغه واکسین په کلینیکي تطبیق کې مرسته وکړي.

د برازیل د پارانا ایالت والي نن د چهارشنبې په ورځ په هغه هیواد کې د روسیې له سفیر سره کتلي چې په هیواد کې ددغه واکسین د تولیدولو په موافقې خبرې وکړي.

د قزاقستان حکومت په پام کې لري چې په څو راتلونکو ورځو کې حکومتي چارواکي مسکو ته ولیږي او ددې واکسین په ممکنه ترلاسه کولو خبرې وکړي.

د روسیې روغتیایي مقامات د روغتیا د نړیوال سازمان سره په خبرو بوخت دي. په ژنیو کې ددې سازمان ویاند تاریک جساریوویچ د سه شنبې په ورځ وویل چې د هر ډول واکسین مخکې له مخکې تائیدول، یوه پراخه ارزونه او د واکسین د امنیت او موثریت په هکله د ټولو نظریاتو څیړنه ایجابوي.

د روسیې واکسین د شپږو واکسینونو په ډله کې ندی چې د روغتیا نړیوال سازمان یې په پراخه توګه د کلینیکي ازمایلو سره موافقه کړې ده.

اروپایي روغتیایي متخصصین وایي د واکسین د بشپړ ازمایښت پرته مشکله ده چې پرې باور وشي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینس سپان ویلي دغه واکسین پوره ندی ازمایل شوی. هغه ټینګار کړی چې د یو مصون محصول تولید تر دې ښه دی چې لومړنی هیواد واوسو چې د واکسین تطبیق مو پیل کړی وي.

د مکسیکو د روغتیا وزیر ویلي چې د واکسین د تولید په هکله د روسیې په اعلان حیران شوی دی. هغه ویلي دي چې هیواد یې پدې هکله د زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو ته انتظار باسي.

د امریکا د متحده ایالاتو، برازیل او هند وروسته روسیه د کروناویروس د څه دپاسه ۹۰۰ زره مثبتو پیښو په درلودلو څه دپاسه ۱۵۲۰۰ مړینو سره په نړۍ کې څلورم ډیر ځپل شوی هیواد دی.