شاته

بلوچستان کې شخصي سکولونه بلې اوونۍ څخه پرانستل کیږي

دکرونا وبا له امله په بلوچستان کې دمارچ دمیاشتې څخه تړل شوي پرائيويټ یا شخصي سکولونه به د روانې مياشتې له پنځلسمې نېټې پرانيستل کېږي.

خو بل لوري ته د پاکستان مرکزي او ايالتي حکومتونو د کورونا ويروس د خپرېدو له امله د راتلونکې مياشتې تر نيمايي پورې د ټولو تعليمي ادارو د بندولو اعلان کړی و.

بلوچستان کې دشخصي سکولونو د اتحادېې مشران وايي، چې د ايالت په ۳۳ؤ ولسواليو کې په دوه زره اته سوه شخصي ښوونځيو کې شپږدېرش زره زده کوونکي زده کړې کوي. خو په وينا يې دوی ته د مرکزي او ايالتي حکومت دا پرېکړه چې يوه مياشت نور هم ښوونځي وتړي، د منلو وړ نه ده.

په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پرمهال د اتحاديې مشر محمد نواز پندراني ويلي، اتحاديې د ماشومانو راتلونکي ته په پام سره پرېکړه کړې، چې د ايالت شخصي ښوونځي به د روانې اګست مياشتې له پنځلسمې نېټې پرانيستل کېږي.

د نوموړي په خبره په ايالت کې اوويا زره زده کوونکي په شخصي ښوونځيو کې زده کړې کوي.

په کوټه کې د بلوچستان د تعليم وزارت څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که څوک د شخصي ښوونځي پرانيستلو هڅه وکړي، پر ضدبه يې قانوني چلندوشي.

په تېره مارچ مياشت کې مرکزي حکومت په هيواد کې د ښوونځيو، پوهنځيو، پوهنتونونو او ديني مدرسو په شمول د ټولو تعليمي ادارو د تړلواعلان کړی و. چې له امله په ايالت کې د هغه ماشومانو په شمېر کې نور هم زياتوالی راغلی، چې د زده کړې له نعمته بې برخې وو.