شاته

مایک پمپیو له شاه محمود قریشي سره پر افغان سولې خبرې کړي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبري کړي دي.

ښاغلي پمپیو پرون ناوخته اګست۷مه(زمري۱۷مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال سره یې د ټلیفون له لارې د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ او سیمه کې د ثبات د اهمیت په اړه خبري کړي دي.

هغه د ګټو اهدافو تر لاسه کېدو لپاره د همکارۍ زیاتوالې ته هیله مندي ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو پر داسې مهال له شاه محمود قریشي سره پر افغان سولې خبري کړي چې پرون جمعه په کابل کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه پيل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي.

"طالبانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د خبرو په مهال، چې اړخونه به پکښې د اوږدې او بې رحمه جګړې د ختمولو پر سیاسې لاروچارو پریکړه وکړي او پر یوه تلپاتي اوهراړخیز اوربند به هوکړه وکړي، په تاوتریخولي او مرګ-ژوبلې کې به د پام وړ کموالی راولي. متحده ایالتونه اراده لري چې طالبان پر دغو ژمنو ټینګ وساتي."

ښاغلي پمپیو همدارنګه ویلي و چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړي چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لیري شي.

نن شنبه د اګست ۸مه (زمري۱۸) د مشورتي لویې جرګې دوهمه ورځ ده. د یادې جرګې ګډونوال نن د طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي.