شاته

د مشورتي لویې جرګې په دوهمه ورځ د طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کیږي

د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ګډونوال د یادې جرګې په دوهمه ورځ نن شنبه د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحثونه کوي.

پرون جمعه د سولې د مشورتې جرګې تر پرانیستلو وروسته د جرګې ګډونوالو په ګروپي ډول د ځینو مشخصو پوښتونو په اړه د نظر په ورکولو سره کارونه پیل کړل.

"طالبان ازاد شي چې مذاکرات پيل شي؟ او که ازاد نه کړل شي تاوتریخوالی زیاتیږي."

ټاکل شوې د نن ورځې تر۱۱ بجو پورې په کمېټو کې د یادو سوالونو په اړه بحثونه جریان ولري او تر هغه وروسته د کمېټو راپورونه جمع بندي شي.

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه پرون جمعه د اګست۷(زمري۱۷مه) په کابل کې د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه.

په دغه جرګه کې د ښځو او بهرنیو مېلمنو په ګډون ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې درې ورځې به دوام ولري.

ولسمشر غني تیره ورځ د جرګې پرانیستلو وینا کې د طالب بندیانو د برخلیک په اړه د جرګې د ګډونوالو پرېکړه مهمه وبلل:"ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی. زه خپله تاسې ته هیڅ ډول فرمایش نه لرم، ځکه زه ستاسو هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم."

د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او اروپايي ټولنې د مشورتي لویې جرګې د تر سره کېدو هر کلی کړی دی.

تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي.

خو وسله والو طالبانو د یادې جرګې له رابللو سره مخالفت ښودلی او هغه یې د سولې په وړاندې خنډ بللی دی.

په کابل کې د مشورتي لویې جرګې تر سره کېدو لپاره په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د جرګې تر سره کېدو ځای ته ټولې تیري شوي لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.