شاته

افغانستان کې د کرونا له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۰۷تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۹ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه د اګست۷مه(زمري۱۷مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۱۰مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۸ مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۰۱۵تنو ته پورته شو.

له یادو پېښو څخه ۸ په کابل،۳۶ هرات، ۱۰ کندهار، ۱۴ بلخ،۳ بادغیس، ۳ نیمروز،۲ هلمند او ۲ ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په یوه شپه او ورځ کې د هیواد په پنځو ولایتونو، هرات، بلخ، لوګر، غور او ارزګان ولایتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۰۷ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۶۳ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۵۹۰۳ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر تیره چهارشنبه وویل چې د دوی سروې له مخې په هیواد کې ۱۰ میلیون کسانو کرونا تیره کړې ده.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته په ټولې نړۍ کې خپور شوو.

د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۱۵زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.