ټرمپ وايي د کورونا وایرس ښايي د نومبر تر ټاکنو پورې تیار شي
واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اټکل کوي چې، د کورونا واکسین ښايي ددې کال د نومبر تر ټاکنو پورې چې تر ۹۰ ورځو کمې ورته پاتې دي تیار شي.
ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل،
"زه خوشبینه یم چې دا (واکسین) به تر هغه وخته پورې تیار شي."
ټرمپ دا هم وویل، چې د نومبر تر دریمې نېټې پورې د واکسین تیارېدل به د ده د بیا ټاکل کېدو چانس ته زیان و نه رسوي.
ټرمپ زیاته کړه، "زه یې د ټاکنو لپاه نه کوم. زه ځکه غواړم چې ژر جوړ شي چې د زیاتو خلکو ژوند وژغورل شي."
ټرمپ بیا وروسته په اوهایو کې د وینځلو د ماشین په یوې کارخانه کې یو ځل بیا وویل، چې "ډېر ژر به واکسین جوړ شي. او هیله لرم چې د کال له پای ته رسېدو څخه ډېر مخکې جوړ شي."
خو تر دې مخکې په امریکا کې د ساري ناروغیو یو وتلي کارپوه چې په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د کاري ځواک غړی هم دی ویلي وو چې ګومان کوي چې د کورونا هېڅ واکسین به د کال تر پایه او د ۲۰۲۱ تر لومړیو پورې جوړ شي.
په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له پنځه میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۲۵۰۰ څخه زیات شوی دی.