شاته

د پښتو فلمونو هیرو شاهد خان وايي ګرانه ده چې د پښتو فلمونو صنعت بیا په خپلو پښو ودرېږي

د فلمونو نقادان او د سنېماګانو مالکان وايي په خېبر پښتونخوا کې سنېماګانې د اوږدې مودې راهسې بندې دي او د پښتو فلمونو، سنېماګانو او سندرو د ختمېدونکې صنعت په تابوت کې کرونا وایرس د اخری مېخ ګزار ثابت شوی دی.

د پښتو فلمونو يو اداکار شاهد خان چې کورنې يې يوه سنېما هم لري او د اوږدې مودې راهسې د پښتو فلمونو جوړولو کاروبار کې دي وایي "کرونا وبا سنېما او د فلمونو جوړولو صنعت متاثره کړی نه دی بلکې ختم يې کړو او ګرانه ده که د پښتو فلمونو صنعت بېرته په خپلو پښو ودريږي".

په دې اختر د کرونا وبا له عمله يو هم د پښتو فلم په سنېماګانو کې نه دی وړاندې شوی. په عامه توګه به د پښتو څلور پينځه نوي فلمونه او ورسره هم دومره زاړه فلمونه هر کال په دواړو اخترونو کې په سنېماګانو کې کتونکيو د پاره وړاندې کېدل. دا به هغه ورځې وې چې سنېماګانو به کاروبار کوو خو دې ځل داسې ونه شو.

شاهد خان وايي د تېرو څلور مياشتو راهسې سنېماګانې بندې دي، په سنېماګانو کې کار کونکي کاريګران او نور کارمندان بې روزګاره وو نو په کوڅو کې به په خېرات غوښتلو مجبوره شی که حالات هم داسې وی.

د پېښور سنېماګانې چې زياتره هم د پښتو فلمونه چلوي مخکې د ترهګرۍ او بمونو څپو وهلې وې کېدېشي کوډ-۱۹ پرې اخري ګزار شي. د اکثر سنېماګانو مالکان د سنېما کاروبار چلولو د پاره په فلمونو جوړولو او په هغې پېسې لګلولو کاروبارکې ونډه لري.

شاهد خان وايي د کرونا وبا له عمله د سنېماګانو خوا او شا او خوا کې موجود دکانونه هم بند دي، سنېما د ښار ژوند وي، سنېما د شپې ناوخته پورې پرانستې وي نو په دې وجه د خوا او شا دکانونو او د خوراک د څيزونو ځايونو ته هم د شپې ناوخته پورې د کاروبار کولو موقع په لاس ورشي. خو کرونا وبا دې ځل هر څه په تړلو مجبوره کړي دي.

"د سنېماګانو بندېز به يو شمېر خلک بېروزګاره کړي او د سنېماګانو مالکان به په دې مجبوره شي چې خپلې سنېماګانې په شاپنګ سنټرو کې بدلې کړي. د پښتو فلمونه به تاريخ شي او داسې ښکاري چې کرونا وبا سنېما، فلمونه او د پښتو موسيقۍ صنعت چې کوم پړاو ته راوستی دی د دې نه بيا په خپلو پښو ودرېدل به يوه ناممکنه خبره او خوب وي."

شاهد خان وايي پېښور ښار کې دا وخت صرف اووه (۷) سنېماګانې فعال دي او نورې زړې سنېماګانې وخت په وخت د کاروباري ګټو د پاره په کمرشل پلازو کې بدلې شوي دي. په دې کې فلک سېر او کېپېټل سنېماګانې هم دي چې اوس يې په ځای باندې کمرشل ودانۍ جوړې شوي دي.

"سنېما د يو ښار ژوند وي، د خېبر پښتونخوا نه بهر په نورو ښارونو کې په هر لوې شاپنګ سنټر کې يوه سنېما وي، حکومت کولی شي چې د پېښور ښار بي ار ټي خوا او شا کې د سنېماګانو وړې وړې پروژې جوړې کړي او يا يې جوړولو کې مرسته وکړي، د دې جديد وړو سنېماګانو نه به يو خوا خلکو ته روزګار تر لاسه شي او بل خوا به خلکو ته د تفريح موقع هم په لاس ورشي."

شاهد خان ګيله کوي چې څوک هم هغه خلکو ته پاملرنه نه کوي کوم چې د پښتو فلمونو او سنېماګانو صنعت سره تړلي وو.

د پښتو فلمونو او ارټ يو څيړنکار احتشام طورو وايي دې کال په اختر سنېماګانې تړلی شوې وې او يو فلم هم په سنېما کتونکيو د پاره وړاندې نه شو.

"د پښتو فلمونو او موسيقۍ صنعت هسې هم مخ په زوال ؤ خو بيا به هم د اختر په موقع هر کال نوي فلمونه په سنېماګانو ښودلی کېدل، دې کال کوډ – ۱۹ د فلم جوړونکيو او سنېماګانو نه دا موقع هم وتروړله. د سنېماګانو مالکان په دې مجبوره شو چې د خپلو سنېماګانو ودانۍ د ګاړو د ودرولو د سهولت په توګه وکاروي."

د پښتو فلمونو يو سکرپټ ليکونکی سجاد علي وايي هغه لاهور کې وو او د يو پښتو فلم په سکرپټ یې کار کوو چې د کرونا وبا راخوره شوه، فلم جوړونکي په دې مجبوره شو چې د فلم جوړول بند کړي. هغه وايي د تېرو څو مياشتو راهسې ورته هيڅ کار روزګار نه دی ترلاسه شوی.

"زه په دې مجبور شوم چې قلم کېښدم او څه مزدوري پېل کړم، زما لاسونه اوس هم پولۍ دي، د پښتو فلمونو صنعت که وړوکی هم و خو بيا به هم زرګونو خلکو ته د دې نه د روزګار او تفريح موقعې تر لاسه کېدې خو اوس د کرونا وبا له عمله هر څه ختم شوي دي".