شاته

د هند په یو روغتون کې اورلګیدنې په کرونا اخته ۸ ناروغان وژلي 

د هند د ګجرات ایالت په احمدآباد ښار کې د یو روغتون په عاجله څانګه کې د اورلګیدنې له امله د کروناویروس اته ناروغان وژل شوي دي.

ددغه پیښې د قربانیانو په منځ کې چې د پنجشنبې په ورځ اګست ۶ (زمري ۱۶) رامنځ ته شوې پنځه نارینه او درې ښځې شاملې دي.

رپوټونو له مخې شاوخوا ۳۵ نور ناروغان ژغورل شوي او نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ټویټر لیکلي چې: "په روغتون کې د اور په ناوړه پیښه غمجن شوي" او زیاته کړې یې ده چې د مصیبت ځپلو سره ټولې ممکنې مرستې شوي دي.

ګجرات چې د ښاغلي مودي ټاټوبی دی په هند کې د کروناویروس د سختو ځپل شویو سیمو څخه شمیرل کیږي.

د احمدآباد ښار د ښاروالۍ کمیشنر مکیش کمار هندي رسنیو ته ویلي، لومړنیو پلټنو ښودلې چې په دې شخصي روغتون کې اور د سهار په ۳:۳۰ لګیدلی او علت یې د بریښنا شارتي ګڼل شوې ده او اور په څو دقیقو کې عاجلې څانګې ته رسیدلی دی.

په هند کمزوري محافظتي ترتیبات اکثر د اورلګیونو علت ګڼل کیږي.

د امریکا د جاس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې هند د کرونا د پیښو د زیاتوالي له درکه په نړۍ کې دریېم هیواد دی چې یو میلیون ۹۶۴ زره او ۷۳ کسان په کې د پنجشنبې د ورځې تر سهاره اګست شپږمې پورې په کروناویروس اخته شوي دي.

د کروناویروس د تیر کال په دسمبر میاشت کې لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.