شاته

د سولې مشورتي جرګې کمیسیون مشر وايي هغه 400 قیدیان چې طالبان یې د ازادېدو غوښتنه کوي په سنګینو جرمونو کې ککړ دي

د سولې مشورتي جرګې کمیسیون مشر معصوم ستانکزي ویلي هغه 400 طالب بندیان چې طالبان یې د ازادېدو غوښتنه کوي په وژلو، برمته کولو او د نشه یي توکو په قاچاق تورن دي او هیڅ بهرني وګړي پکې نشته.

له کله نه چې د 400 طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اختلافات زیات شول او طالبانو د افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو پیل د دوی د 5000 طالب بندیانو په خلاصون پورې تړاو ورکړ افغان ولسمشر اشرف غني د مشورتي لوی جرګې د را غوښتلو پریکړه وکړه، تر څو د هغو 400 طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د ولس نظرونه واخلي او د هغې پر اساس پریکړه وکړي. او ټاکل شوي یاده جرګه د را راوانې جعمې په ورځ جوړه شي.

د یادې جرګې کمیسیون مشر معصوم ستانکزي د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د مشورتي لوی جرګې رابلل ډیر اړین دي ځکه د طالبانو د 400 بندیانو کې داسې کسان شته چې د هغوی د ازادولو صلاحیت ولسمشرۍ مانۍ نلري او د لوی مشورتي جرګې رابلل پدې اساس وخت کې یوه اړتیا ده.

ښاغلي ستانکزي د 400 طالب بندیانو په اړه وویل چې په دغو کسانو کې هيح بهرني وګړي نشته.

طالبانو د ښاغلي ستانکړي د خبرو په اړه په سم لاسي ډول خپل دریځ نه دی څرګند کړی خو ویلي يې دي چې ترڅو یې ټول قیدیان نه وي ازاد شوي بېن الافغان خبرې شنې شروع کېدلی.

ښاغلی ستانکزی وایي" څو نفر وو چې د نیولو به وخت کې د دوی سره پاکستاني ایډي کارتونو موجود وو اما پاکستانیان ندي، تاسو بوهیږئ چې یو تعداد افغانان په پاکستان کې ژوند تیر کړی دی هغه دغه اسناد لري، ولې موږ د کلی په سطحه تحقیق کړی"

د همدې جرګې د درالینشاء رئیس رحیمي صیب په خپلو خبرو کې وویل چې کومه جرګه چې موږ به وړاندې لرو دا د بخوانيو جرګو دوام دی.

ښاغلی رحیمي وایي چې د سولې پروسه یوازې د دولت یا یوې جامعیې نده او باید ټول پکې برخه واخلي" د سولې پروسې ملکیت د هر چا سره ده او د دې هیواد هر فرد باید د سولې په پروسه کې خپل غږ پورته کړي او وخت ورکړل شي چې د خپل نظر څرګند کړي د خبل محل په کچه مشکلات ووایي چې د سولې په پروسه کې دوی کومه ستونزه لري او هغه باید د سولې به عمومي اېجنډا کې شامل شي"

دی وایي کومه جرګه چې موږ یې په وړاندې لرو ټول کارونه یې به ښه شان مخته روان دي او د غړو د راتګ پروسه هم شروع شوي ده او ځینې غړي یې کابل ته رسیدلي هم دي.

ټاکل شوی ده چې د سولې مشورتي جرګه به د را روانې جمعې په ورځ دایره شي او د هغو 400طالب بندیانو د خوشی کولو په اړه به بکې بحث وشی چې حق العبدي دوسیې لري